No-IMG

اې ونې ! رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم دې غواړي!

شاکر مموزی

 

حضرت جابر رضي الله تعالی عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم راته وفرمایل : اې جابره ! هغه ونه وینې ؟

ما ورته وویل هو !

بیا یې راته وفرمایل  هغې ونې ته ورشه او ورته ووایه چې رسول الله (صلی الله علیه وعلی آله  وسلم ) دې غواړي ورشه !

جابر رضي الله تعالی عنه وایي ما له ځان سره وویل  چې ونه ده نو څنګه دې ورتګ ورته ووایم خو بیا مې وویل په الله قسم چې رسول الله له ځانه نه غږیږي نو د ونې خواته ورغلم او ونې ته مې وویل اې ونې ! رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم دې غواړي!

حضرت جابر رضي الله تعالی عنه  قسم خوري چې په هغۀ الله مې  دې قسم وي چې زما روح دده په لاس کې دی چې ځمکه یې څېرې کړه او ونه د رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم خواته ورغله.

بیا یې راته وفرمایل هغه بله ونه وینې ؟

ما ورته وویل هو ،وایي هغې ته هم ورشه او راویې غواړه ، ورغلم هغې ونې ته مې هم ووویل اود لومړۍ ونې په شان یې ځمکه څېرې کړه او د رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم خواته راغله د دواړو ونو تر شا د حاجت له پوره کولو وروسته یې راته وفرمایل اې جابره ورته ووایه چې بیرته خپلو ځایونو ته ولاړې شي جابر وایي ونو ته مې امر وکړ چې بیرته خپلو ځایونو ته ولاړې شي نو بیرته خپلو خپلو ځایونو ته ولاړې .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک