د اسراييلو په بمباريو کې سوريې ته لېږل شوي افغانان وژل شوي
د اسراييلو الوتکو تېره شپه د سوريې په ديرزور او بوکمال سيمو کې پر نظامي مرکزونو بريد کړي چې پکې د افغانانو په ګډون اووه ويشت تنه عسکر وژل شوي دي، اسوشيېټيډ پريس وايي، اسراييلي الوتکو تېره شپه پر دغو دوو سيمو اتلس بمونه غورځولي چې په تېره څه موده کې د سوريې پر خاوره د اسراييلو تر ټولو خونړۍ حمله وه، په دغو بمباريو کې يوولس سوري او شپاړس بهرني عسکر وژل شوي چې افغانان هم پکې شامل دي، دغه افغانان د ايران د حکومت له خوا سوريې ته د جنګ لپاره لېږل شوي وو.
ايران د فاطميون په نامه په ايران کې له شته افغان کډوالو څخه پوځ جوړ کړی او په سوريه کې يې د بشار الاسد په ملاتړ جنګوي، د دغو افغانانو شمېر پنځه ويشت زره تنو ته رسېږي، ايران څه موده وړاندې ويلي و چې په سوريه کې د جنګېدونکيو افغانستان له ډلې تر اوسه دوه زره تنه وژل شوي او اته زره نور ژوبل دي.
سرخط
