هند کې یوه سړي په یوه ورځ له دوو ښځو سره واده کړی
گزارش تعجب اور خلاف قانون دموکراسی هند:
د هند په اکثر سیمو کې د قانون له مخې د دوو ودونو اجازه نه ورکول کېږي او هلته چې قانوني اجازه شته، ځینې کسان ورسره مخالفت کوي، خو د دغه هېواد یوه ځوان په یوه ورځ له دوو نجونو سره واده کړی او دې لړ کې یې بحثونه تاوده کړي.
د هند ناارمه صوبې چتیس ګړ اوسېدونکي ځوان چندو موریه له سندري کشیپ او حسینه باغیل نومې نجونو سره په یوه ورځ او یوه وخت واده کړی.
د واده دغه مراسم له څلورو ورځو وروسته د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسېدل.
د موریه قبیلې اړوند چندو وايي:
''دواړو نجونو سره مې مینه درلوده او له یوې سره مې هم ټګي برګي نه کوله، څه نا څه اندېښمن وم، خو کله چې دواړه واده ته چمتو شوې، زه هم راضي شوم. ''
دواړه مېرمنې یې هم پر واده خوښي ښيي.
۲۱ کلنه سندري وايي:
چندو مې خوښ و، غوښتل مې ګډ ژوند وکړو، بیا حسینه راغله، هغې هم غوښتل یو ځای ژوند وکړو، د واده په هکله مو پرېکړه وکړه، چې دواړه به د چندو ناوې شو.
