ولسمشر ته يو څو خبرې
د ننگرهار د ولايتي شوراى د غړي جناب زمري صاحب ډيرې ښې او ژوندۍ خبرې مې واورئ ، حقايق يې بيان کړي ، واقعيتونه يې روښانه کړي ، په ډير جرئت يې خبرې خبرې کړي ، د ولسمشر په وړاندې يې څرګندونې کړي ، داسې خبرې دي چې څوک يې د کولو جرئت نه لري .
د ننگرهار ولايت يو وروسته پاتى ولايت دى ، خلک پريشان دي ، خلک غريب دي ، له ډول ډول ستونزو او مثيبتونو سره مخامخ دي . ولسمشر صرف وعدې کوي او خلک تير باسي ، درې کاله د مخه هم ننگرهار ته راغلى ؤ ، ډيرې وعدې يې وکړې ، چې دا کار به وکړم او هغه کار به وکړم ، جلال اباد ته به برق راشي، پرمختک به راشي ، ترقي به راشي ، خو له بده مرغه هيڅ هم ونه شو . د همدغو وعده خلافيو په وجه ميړني او باشهامته وکيل زمري خپله خوله پرانيستله، دا يوازې د زمري خوله نه وه، دا د ننگرهار د ولسونو خوله وه ، د ننگرهار خلک ډير صبور خلک دي ، ډيره حوصله لري . د ننگرهار خلک ولسمشر ته رايې ورکړې او ددغو رايو په برکت نوموړى ولسمشرۍ ته ورسيد . دا دى اوس د محترم وکيل زمري په وينا ننگرهاريان په کابينه کې يو وزير نه لري ، د سناتور څوګۍ راحله دوستم نه ورکوي ، د سولې په مذاکراتي ټيم کې باتور دوستم غړيتوب اخلي او د ننگرهاريانو توهين کيږي ، د افغانستان په ملي اردو کې د وکيل زمري په وينا ٦۵% عسکر ننگرهاريان دي ، ولسمشر ځان په ننگرهاريانو ساتي او په حکومت کې څوګۍ او پوستونه نورو هغو خلکو ته ورکوي چې نه مستحق دي او نه يې وړتيا لري .
مونږ محترم ولسمشر ته وايو چې د دروغو وعدې مه کوه ، معامله گري مه کوه ، ټولو خلکو ته په يوه سترگه وکوره ، اساسي قانون تطبيق کړه، څلور وزپران او د افغانستان بانک رئيس له پارلمان څخه د اعتماد رايې ونه ګټلې خو تر اوسه سرپرستان دي ، دا د قانون خلاف کار دى . په پارلمان کې د وکيلانو چيغې ووتللې ، فساد خپل اوج ته رسيدلى دى ، اخلاقى فساد ، اداري فساد هره خوا خپور شوى دى ، هيواد له بحران سره مخامخ دى ، امنيتي بحران ، سياسى بحران ، اقتصادى بحران ، فرهنگي بحران ، بحران د پاسه بحران .
وکيل زمري تاسوته مخامخ وويل چې دا دولت د دوو پيسو دولت نه دى ، نور څه ووايي . محترم ولسمشر صاحب که حکومتداري کوئ نو سمه قانومنده حکومتداري وکړئ ، حق ته وکورئ او د حق په خوا کې ودريږئ . تاسو دنيا ليدلې ده ، ډير هيوادونه مو ليدلي دي ، تاسو ولسمشران ليدلي دي چې څنگه کار او خدمت کوي ، هيڅ ولسمشر ولس ته د دروغو وعدې نه کوي ، اما ستاسې ټولې وعدې دروغ دي ، کابل برق نه لري ، ننگرهار ، لغمان ، کنړ برق نه لري ، نور ولايتونه برق نه لري ، د ازبکستان ګرايي برق قطع شو ، تاسو ولې هغه مسؤلين چې د بريښنا وزارت په راس کې وو او په ملياردو ډالر يې اختلاس کړل ونه نيول ، ، هغوى اوس هم غټې غټې خبرې ګوي او ځانونه د مجاهدينو د مشرانو په حيث مطرح کوي . دغه مسؤلين ولې د قانون منگلو ته نه سپارئ ، ستاسو حکومت يو ضعيف حکومت دى او دا ضعيف حکومت ولس ته د خدمت وړتيا نه لري، وزيران مو د مصلحت له مخې راوستي دي، د صحت وزير مو لرې کړ ، له دې سره يو سياسي بحران پيدا شو ، معلم عطا تمرد وکړ او ستاسې په مقابل کې ودريد ، له بده مرغه په هره برخه کې له بحران سره مخامخ ياست ، د صحت په برخه کې ناکامي، د معارف په برخه کې ناکامي، د تجارت په برخه کې ناکامي، د اقتصاد په برخه کې ناکامي ، د امنيت په برخه ناکامي ، د ژوند په هره برخه کې ناکامي ، که ستاسو په ځاى بل ولسمشر وې او دا حال وې ستاسو چيغې به وتلې وې ، ليکنې به مو کولې ، ويناوې به مو کولې او خپل غږ به مو پورته کولې .
نن هر افغان فرياد ي دى ، نن هر افغان، فغان وباسي ، چيغې وباسي ، وطن خراب شو ، امنيت خراب شو ، غلاوې ډيرې شوې ، خلک وژل کيږي ، قتلونه دي او وژنې دي، شهادتونه دي .
هلته په دوحه،کې د سولې خبرې روانې دي ، ستاسې د حکومت استازي او د طالبانو استازي سره ناست دي او مذاکرات کوي ، ستاسې معاونين صاحبان د طالبانو خلاف زهر گين تبليغات کوي ، آيا له دې سره سوله راتلاى شي ؟
که سوله ستاسو د حکومت په سقوط تماميږي ، تاسو يې بايد قبوله کړئ ، که له قدرت څخه ستاسو په تلو سوله راځي او په افغانستان کې امنيت راځي او د مليونونو خلکو ژوند ژغورل کيږي نو بيا انتظار د څۀ لپاره . د ملت هيله ، د ملت ، ارزو ، د ملت ارمان سوله ده ، دا سوله په هر قيمت چې وي بايد راشي ى، تاسو پخپله بايد د سولې لپاره ليوال ووسئ ، که تاسو قرباني ورکړئ نو د دير يش ميلونو افغانانو ژوند به وژغورئ . دا قدرت څه شى دى ؟ دا ليونتوب دى ، قدرت هغه خوند کوي ، ولسمشري هغه وخت خوند کوي چې وطن کې سوله وي او خلک خوشحاله او ارام وي .
ولسمشر صاحب د وطن هر فرد داغ ليدلى دى او درديدلى دى ، رحم په کار دى، ځانته يو ښه تاريخ جوړ کړئ او ښه تارپخ جوړول قرباني غواړي . هر څه ملت ته پرپږدئ چې ملت خپل سرنوشت وټاکي ،که ملت درسره نه وي نو تاسو هيڅ ياست ،که ملت درسره وي نو تا سو هر څه ياست ، ملت به هغه وخت له تاسو سره وي چې ملت آرام وي او ستاسو حکومت ورته خدمت کوي ، کار کوي ، ستايو حکومت خو ملت ته هيڅ هم نه کوي او نه يېرکړي دي ، ددې په ځاى چې ملت ته خدمت وشي ، برعکس ملت ته مشکلات پيدا کيږي ، ملت ته ستونزې پيدا کيږي .
زه هم لکه د ډيرو نورو افغانانو درد لرم ، او دا درد په وطن کې له بد اقتصادي ، امنيتي او امنيتي حالت په وجه پيدا شوى دى .
نن ورځ چې په جلال آباد کې وکيل زمري کومې خبرې وکړې دا د ننگرهار د مظلومو ولسونو د زړونو اواز ؤ ، هغه بله ورځ چې په لوى کندهار کې خلکو تاسو ته فريادونه وکړل ، او د زړه دردونه يې وويل ، هلته هم ظلمونه شوي ، خلک مشکلات لري ، ستونزې لري ، بل هر ولايت ته چې لاړ شئ نو له خلکو به همدا فريادونه او شکايتونه اورئ .
نظام ټول تر مرۍ په فساد کې غرق دى، او د فساد مخه نيول آسان کار نه دى ، فساد ځکه ډپر شوى چې قانون نه تطبيق کيږي ، دا يو مافيايي نظام دى ، همعغه پخواني تجرپه شوي زورمندان په زور کې دي ، تعاد به يې پنځوس کسان وي ، همدغه پنځوس ښاماران دي چې په ټول هيواد يې خپلې منگولې ښخې کړې ده .
محترم ولسمشر صاحب تاسو له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ ياست او دا مشکلات تاسو پخپله ځانته پيدا کړي دي ، بې تجربه خلک ، منافق خلک ، دروغجن خلک، خائنان مو له ځان نه را چاپير کړي دي او دا هغه خلک دي چې د قام او وطن په درد نه خوري او ددې هيواد ترقۍ او پرمختک،ګشتۍ
ددوي له لاسه په عرقيدلو ده .
