د تړمپ کار خلاص سو!
د امریکا ولسي جرګې یا کانګریس په خپل عنعنوي تایدیدو «یوسف. ر. بایډن کشر» د امریکا شپږڅلویښتم ولسمشر په صفت رسمي ومانه.
اوس د امریکا په قانون که تړمپ خپلي ګلمرجاني ته دوام ورکړي نو کانګریس ته د امریکا د اساسي قانون د پنځه ویشتم ریفورم د څلرمي مادې لمخي دا واک ورکولای سي چي نوموړی د سپیني ماڼۍ څخه په زوره راوباسي او بندي ئې کړي.
که څه هم نور د تړمپ ګلمرجاني ته نور نوبت نه پاته کیږي. دده مرستیال او د سنا او کانګریس دواړو جرګو په رسمي ډول د بایډن ګټل تاید کړل چي د امریکا هیڅ محکمه ئې په وړاندي د مخنوي حق نسي پیدا کولای.
باید یادونه وکړم چي د الیکټرل کالج وټ د تاید په غونډه کي د جورجیا، نیوادا او ویسکانسن ایالاتو پر سر ځینو جمهوریت غوښتونکو اعتراض درلودی خو دا چي په لیکلي او امضا سوي ډول ورسره اعتراض موجود نه وو ددوی اعتراض د امریکا دمرستیال ولسمشر مایک پنس لخوا رد سو خو د ارزونا او پنسوالیا ایالاتو په وړاندي د جمهوریت غوښتونکو اعتراضونه چي د سنا او کانګریس دغړو لخوا په لیکلي او امضا سوي ډول موجود وو ومنل سول چي دواړه اعتراضونه د دواړو جرګو په جلا جلا رایه اچونه رد کړل سول
او بلاخیره ګټونکی ولسمشر بایډن ۳۰۶ الیکټرل کالج وټونو په ګټلو خپلي رائې په رسمي ډول تاید کړې.
ترمپ غوښتل د کانګریس د دواړو جرګګیو د تاید دغه غونډه نن د خپلو پلویانو په مټ ګډوډه کړي خو تر دوه ساعته وروسته د کانګریس دواړو غونډو خپل تایدیدو ته دوام ورکړ.
د تړمپ او د هغه د پلویانو دغه کار د تړمپ د ادارې د ملي امنیت د مشاویریت په شمولو لسګونه لوړ رتبه مامورینو چي د تړمپ ملاتړ ئې کاوه له خجالته استعفاوي ورکړې اویا یې سبا ورکوي.
