No-IMG

خليلزاد: مونږ مجبور يو اشرف غني له دندې لرې کړو

په ټولنیزو رسنیو کې یو لیک ښکته پورته کېږي، چې ګواکې خلیلزاد اشرف غني ته لیکلی دی.

دا چې دا لیک به رښتیا وي او کنه خو له احتمال لرې هم نه دی، دلته د د دې لیک پښتو ژباړه تاسو ته وړاندې کوو:

ښاغلي اشرف غني ته د خلیلزاد لیک!

وروسته له هغې، چې اشرف غني د خلیلزاد له ملاقات څخه انکار وکړ دا لیک په انګلیسي ژبه د خلیلزاد له لاسلیک یوځای سره په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.

ښاغلی ولسمشره!

زه په دې حیران نه شوم، ځکه زه پوهېدلم چې ته به زما له ملاقات څخه ډ ډه کوې، خو خوښ پر دې یم، چې زما وخت ضایع نشو او پر یوه لنډ لیک خپل کار را نغاړم. ستاسو د حکومت په وروستیو ورځوکې د کابل هوا څومره سړه شوې ده داسې لکه د امریکا حکومت، سیاسیونو او افغانانو، چې له تاسو زړه سوړ شوی دی. ډېر زیات وړاندې نه ځم، پخوا مو په دې اړه ډېر بحثونه کړې دي.

ښاغلی ولسمشره!

اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته موږ مجبور یوو، د افغانستان د سولې پروسې لپاره، که په زور وي او که په خوښه باید تاسو له دندې لرې کړو اوس له تاسې څخه غوښته کوو، چې په ډېر عزت سره موږ چې څه غواړو هماغه باید تر سره کړئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک