No-IMG

په بلجیم هیواد کې د یوې مسلمانې دعوتګرې په مرسته ۱۰۰۰ کسانو اسلام منلی دی

ایا تاسو د مسیحیت دعوت ګرانو په اړه اوریدلي دي؟ زیاتو کسانو به خامخا اوریدلي وي، چې دوی د تربیه شویو کاهنانو او پوهانو سره فقیرو او بې وزله هیوادونو ته سفرونه کوي او عام خلک د مالي مرستو په زور مجبوروي تر څو مسیحیت ومني.

همدا لامل دی چې مسیحیت په زیاترو اسیايي او د لاتینې امریکا په هیوادونو کې وده کوي.

اوس د اسلام طرف ته راځو، په نړۍ کې د زیاتو پیروانو له مخې دویم او او تر ټولو ژر خپریدونکی دین اسلام دی.

سوال دا دی چې آیا اسلام هم د مسیحیت د دعوتګرانو په څير کړنې ترسره کوي؟ جواب یې منفي یعنې (نه).

نو بیا ولې اسلام په نړۍ کې دومره په تیزۍ سره خپریږي؟

جواب یې په لاندې کیسه کې ذکر شوی دی خو مخکې له دې چې کیسې ته راشو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم جلیل القدر صحابي عمر فاروق رضی الله عنه وینا ذکر کوو:

عمر رضی الله عنه فرمایلي: پرته له وینا او خبرو څخه خلک اسلام ته راوبلئ. پوښتنه ترې وشوه: هغه څنګه؟ عمر رضی الله عنه جواب کې وویل: په غوره اخلاقو سره.

خلک اسلام ته پرته له خبرو، او مجبورولو راوبلئ.

په بلجیم هیواد کې زمونږ یوې خور نه یواځې دا چې په ډیر کم عمر کې یې اسلام منلی، بلکه شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو د هغې په واسطه اسلام زده کړی او منلی دی.

دغه خور ویرونیک کولز نومیږي، چې ۱۳ کاله پخوا یې اسلام منلی دی، اوس ۳۱ کاله عمر لري، او پدې دیارلس کلنه موده کې هغې په مرسته زیاتو خلکو اسلام دین قبول کړی او مسلمانان شوي دي.

لکه څرنګه چې په بلجیم کې اسلام د اقلیت خو مهم دین دی، اغلې کولز ډیر ژر د اسلام لور ته ورجذب شوې وه، هغه په ښوونځي کې د خپلو مسلمان ملګرو له اخلاقو څخه متاثره شوې وه.

له اسلام سره د ویرونیک کولز دلچسپي زیاته وه نو هغې د اسلام په اړه مطالعه شروع کړه، چې د دې لپاره یې په بلجیم کې له ترکي استادانو سره مذهبي صنف واخیست.

په ډير لږ وخت کې ویرونیک کولز دا ومنله چې اسلام په نړۍ کې یواځينی حق دین او الله پاک ته د رسیدلو یواځينۍ لار ده، د شهادت کلیمه یې تکرار کړه.

مګر په لومړیو کې د هغې لپاره دا کار دومره اسانه نه و، ځکه بیلجیمي وګړو د میډيا په واسطه د اسلام په اړه منفي نظریات درلودل.

هغه باید د کورنۍ له قهر او غوصې سره مخ شوې وه ځکه کورنۍ یې دې ته تیاره نه وه چې د دوی لور دې اسلام ومني. مګر ډير ژر د هغه د زیاتو کوښښونو او د الله پاک په مرسته د هغې کورنۍ اسلام ومانه او ټوله کورنۍ یې مسلمانه شوه.

ویرونیک کولز د اسلام اصلي څیره رابرسیره کړه او د هغوی ټول تعصبات او کینه چې د اسلام په مقابل کې یې لرله له منځه یې یوړه.

ویرونیک کولز د خپلې کورنۍ په مرسته د کور یوه برخه په اسلامي مرکز بدله کړه تر څو دلته بلجیمي مسلمانان د اسلام په اړه ډيره څه زده کړي.

هغې د نامسلمانو لپاره یو اسلامي مرکز جوړ کړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې هر وخت کولای شئ دلته راشئ.

په تدریجي توګه نا مسلمان بیلجیمیانو دغه اسلامي مرکز ته تګ راتګ پیل کړ او د اسلام په اړه یې داسې نوي شیان زده کړل چې له هغو شیانو سره بیخي برعکس وو کوم چې دوی له میډیا زده کړي وو.

هغوی د دیني زده کړو څخه خوند اخیست، او هغه کرکه چې دوی له اسلام څخه لرله په مینه بدله شوه.

ویرونیک کولز وایي: په اوسني عصر کې په اروپا کې مسلمانیدل اسان کار ندی، مګر د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې هم مسلمانیدل اسان کار نه وو.

هغه وایي چې د اسلام په اړه کم پوهاوی او د میډیا له لاري د اسلام غلط تصویر ښودل د اسلام په مقابل کې د خلکو د کرکې او نفرت لوی لامل دی. لیکن مسلمانان باید هر وخت کار وکړي، خپله چوپتیا دې ماته کړي او په صبر او زغم سره دې د اسلام اصلي څيره خلکو ته وښایي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ویرونیک کولز اسلامي مرکز او ادارې په واسطه هغې ۱۰۰۰ کسانو ته قناعت ورکړ تر څو اسلام ومني. چې زیاتره مسلمان شوي یې بلجیمي میرمنې وې.

هغه پدې باور ده چې د ستمبر ۱۱ مې پېښې څخه وروسته په بلجیم او د غرب په نورو هیوداونو کې د اسلام په اړه منفي نظریات، له اسلام څخه ویره، کرکه او د دغه دین په اړه غلط نظریات او د غیر مسلمو په ذهنونو کې پیچکاري شوي دي.

سرچینه: MvslimFeed

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک