سعودي عرب او متحدینو یې له قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې فعالې کړې
د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر وايي، د قطر او څلورو عرب هېوادونو تر منځ درې کاله وروسته په ټپه ولاړ دیپلوماتیکې اړیکې بېرته فعالې شوې دي. د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فهد د خلیج همکارۍ سازمان په غونډه کې خبریالانو ته وویل '' پرېکړه وشوه چې په بشپړه توګه خپل ټول اختلافونه یوه لور ته کړو ''.
په دې غونډه کې د ګډون لپاره د سعودي العلا سیمې ته له رسېدو وروسته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د قطر د امیر شیخ تمیم الثاني هرکلی وکړ.
له دې مخکې د دوشنبې پر شپه سعودي عرب له قطر سره خپله تړلې پوله پرانیسته او د یوه امریکايي چارواکي په وینا دې لړ کې به یوه هوکړه لاسلیک شي.
سعودي عرب، متحدو عربي اماراتو، بحرین او مصر پر قطر له ترهګرو سره د مرستو له تورونو لګولو وروسته له دغه هېواد سره اړیکي پرې کړي وو.
له دې مخکې د کویت بهرنیو چارو وزیر وویل، ریاض او دوحه له نږدې درې نیمو کلونو سیاسي او سوداګریزو اړیکو پرې کولو وروسته د خپل منځي هوايي، سمندري او ځمکنو پولو پر پرانیستلو سلا شوي دي.
د فرنک ګارډنر شننه
د خلیجي هېوادونو همکارۍ سازمان 'جي سي سي ' غونډې په مناسبت د امنیتي چارو لپاره د بي بي سي خبریال فرینک ګارډنر په خپله شننه کې وايي، پر قطر د لګول شویو بندیزونو لېرې کولو لپاره له څو میاشتو راهیسې هڅې روانې وې، چې د کویت رول پکې خورا مهم دی، خو د دې تر څنګ د سپینې ماڼۍ له لوري هم د اړیکو فعالېدو اشارې لیدل کېدې، چې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ موده پکې پای ته رسېدونکې ده.
فرنک ګارډنر زیاتوي، د بندیزونو دې درې کلنه موده کې که یوه لور ته د قطر اقتصاد ته زیان اوښتی، نو بل لور ته د خلیجي هېوادونو خپلمنځي اتحاد ته هم زیان رسېدلی او قطر به دا رویه نه خو ژر هېره کړي او نه به یې وبښي، چې پر خپلو اوږو یې د خنجر ګوزار په مانا بللی.
فرنک ګارنر کاږي، دیپلوماتیکې څرګندونې پر خپل ځای، خو متحده عربي امارات اوس هم د قطر په هکله ځینې تحفظات لري او هلته داسې شکونه شته چې قطر به خپله تګلاره بدله نه کړي. قطر له ترهګرو سره د مرستې تورونه رد کړي دي، خو د دې تر څنګ یې تل په غزه او لیبیا کې د سیاسي اسلامي تحریکونو او اخوان المسلمون مرسته کړې، چې متحده عربي امارات د خپل سلطنت لپاره د خطر په سترګه ورته ګوري.
له بندیزونو وروسته قطر ترکیې او ایران ته مخ واړاوه او له هغوی سر ډېر نژدې شوی دی.
سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د ۲۰۱۷ کال پسرلي وروستیو کې له قطر سره اړیکي پرې کړل او دوحه یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنه کړه.
قطر د دې تور پر ردولو سربېره د ریاض له ۱۳ غوښتنو سره مخالفت وکړ او له دغه هېواد او درې نورو ملګرو یې د قطر هوايي کرښې ته د ۹ میلیارد ډالر رسېدلي تاوان د ورکړې غوښتنه وکړه.
دا مهال د امریکا یو لوړپوړی چارواکی وايي، دواړو هېوادونو د تېرو دریو کلونو ټکر د پای ته رسولو تړون لاسلیک کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لوی سلاکار او زوم جراډ کوشنر منځني ختیځ ته تللی او د دې تړون مراسمو کې ګډون کوي.
سعودي او متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د ۲۰۱۷ کال د پسرلي وروستیو کې له قطر سره اړیکي پرې او ځمکنۍ، هوايي او سمندري پولې یې ور سره وتړلې.
د سعودي په مشرۍ دغو څلورو هېوادونو ویل چې قطر د سوریې جګړه او عراق کې د داعش پیدا کېدو بهیر کې له توندلارو ډلو سره مرسته کړې ده، خو دوحې دا تورونه کلک رد کړل.
د قطر او دغو څلورو هېوادونو ترمنځ تر اړیکو پرې کېدو وروسته سعودي او امارات له دوحې سره د اړیکو بیا پیلولو لپاره ۱۳ ماده يي نوملړ وړاندې کړ؛ چې له ایران سره د قطر اړیکي پرې کېدل او د الجزیره تلوېزون بندول هم پکې را تلل.
دوحې دا شرطونه د خپل هېواد په چارو کې د دوی لاسوهنه او د خپلو حاکمانو د پرځولو په مانا وبلل او ویې نه منل.
دې هېوادونو له دوحې دا هم غوښتي و چې د داعش په ګډون د لبنان د حزب الله او د مصر اخوان المسلمین په څېر له هغو ډلو سره اړیکي پرې کړي چې توندلارې او ځینې "ترهګرې" بلل کېږي.
خو قطر له توندلارو او "ترهګرو" ډلو سره اړیکي رد کړل.
کویت- چې د بهرنیو چارو وزیر یې د سعودي او قطر ترمنځ د پولو پرانیستلو خبره کوي- تېرو دریو کلونو کې د دې خلیجي هېوادونو ترمنځ د پخلاینې هڅه کړې ده.
تمه ده چې ډونلډ ټرمپ هم دا هوکړه منځني ختیځ کې د خپلو هڅه له برکته وبولي.
له بي بي سي ويبپاڼې په مننه
