No-IMG

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ولادت با برکت ځای ..

هغه کور چي سردار کونین ﷺ پکې دې نړۍ ته سترګې وغړولې او نړۍ یې منوره او رنګینه کړه، په  (پخوانی) شعب بني هاشم کې چې اوس ورته شعب علي وایي او مسجد الحرام ته نژدې ختیځ لوري ته واقع دی.

له باب سلام دروازې څخه بهر هغه مکتبه ښکاري چیرته خیرالانام سترګې غړولې.

 ابو وليد پخپل كتاب "اخبار مكة" کي کاږي چي مولد النبي یعني هغه کور چي رسول الله ﷺ پکې زیږیدلی هغه کور بیا د محمد بن يوسف چي د حجاج بن يوسف ورور ملکیت وو. عقيل بن ابي طالب دا سرای د رسول الله ﷺ له هجرت وروسته د ځان کړی وو.

وروسته دا کور محمد بن یوسف واخیست او پخپل سرای یې ورګډ کړ.

 خیزران چې د دوو خلیفه ګانو موسی او هارون الرشید مور وه کله چې حج ته راغله نو مسجد یې پرې تعمیر کړ چې اوس پر هماغه ځای د مکې مکرمې مکتبه ودانه شوې او دا مکتبه په شعب بني هاشم کې واقع ده، هغه شعب چیرته چې له بعثت وروسته رسول الله ﷺ د قریشو له لورې اقتصادي حصار کي وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک