د شوروي اتحاد ظالمانه يرغل
جنرال ميرعلم حقپال
( 1358) د جــــدي (شپـږمه)
زموږ پـر هېواد د شــوروي اتحاد د ظالمانه او وحشيانه يرغل (41) کاله پوره شول ـ سره لدې چې نن او(41) کاله وروسته دادی درستـه نړۍ کې د هغه وخت جابر او فـرعوني اتحاد نه ترسترګو کيږي او د کمونېزم د ناکامې نظريې ټغر ننۍ روسيه کې هم ټوول شويده
#خــــو
مؤمن او مجاهد ولس بايد د افغان تاريخ دا تـوره او کرغېړنه ورځ لـه ټــولو هـغو تــاريخي پــېښو ,لــويـو اتـــلواليؤ, مــثالي سرښنــدنو او هـمـدې لړ کې د وخت يـو شمير وطنپلورنکو او بې دينه کمونستانو له ذلالت , وحشت او جنايتونو ډک کردار او ناروه کړنې د اسلامي او ملي مسؤليت پر اساس په دقيقه او مسولانه توګه نسل تر نسله منظم انتقال او وسپاري
مــوږ دا مــنؤ
چې د شوروي اتحاد له ماتې وروســـته مجاهدين پــدې و نـه تــوانــېدل چې يو مقتدر او خپلواک نظام رامينځ ته کړي خو د ېته مو بايد پام وي چې د مجاهدينو کوچني اشــتباهات او تېروتنې نه د کمونستانو لويو جنايتونو ته برائت ورکولئ شي او نه هم د شوروي اتحــاد ضد د افــغان مــجاهدينو لـه لورې د خپلواکۍ په مقدسه جګړه کې ددوی شهامتونه , سرښندنې او بلاخره د مبارزې تقدس زيانمنولی شي ,
بې مروته کمونستانو
د شوروي له راتـګ يو نـيم کال دمخه ( 1357 ) کال د ثور په اوومــه د ســـردار داود خــان پرضــد خــونــړۍ کـودتا وکــړه کمونســـتانو د هــمــدې سپېرې کــودتا په تــرڅ کــې د سردار دواودخان د کورنۍ ټــول (29) تنه غړي په ځمکه کې ژوندي خښ کړل , دوی په هـمـدې ورځ د افغــانســتان د يو ځواکمن نظام اساسي بنيادونه ونړول ,
د وحـشتــونو او کرکې لـړۍ يې پــېل کــړه , علماء , ولسي او جـهادي شخصيتونه يې يــو په بل پسې په شهادت ور رسـول د مــکــې لـه مــشرکينو (15) پــيړۍ وروســته د انسانيت پـه تاريخ کې د لمړي ځل لپاره د ځمکې پـرمـخ ژونــدي انــسانان افغان کمونستانو په ډلييز شکل ځمکه کې خښ کړل ,
کمونستانو افغانستان کې د جګړو, وژنو او ظلــمـونــو بنسټ کېښود او دادی تــر نن ورځې پــورې افغان ولس پکې کـړيږي
• دشوروي اتحاد ضد جګړو کې د افغان مجاهدينو روحيات , مورال , نښتې , شهادتونه او بلاخره ټول جهـادي جريانات او جګړيز داستانونه ښايي د نړۍ دولسـونو په تاريخ کې سـارئ ونلري
• متاسفانه
ځــينې پـــرديپال له يــو مــخې ګــمــان کوي چې دا د بهرنيؤ هېوادونو جګړه وه , افغانان پکې ولوبول شول , دا کــسان نه يوازې داچې له افغان مجاهدينو سره پټه کرکه او عـقـده لري بلکې له منطقي پـلوه هــم د خپل هيواد له زرين تاريخي باب سـره خيانت کوي
د افــغانستان په معاصر تــاريخ کــې جهاد او مــجاهد تر ټولو ارزښتمنه برخه تشــکيلوي , فلهذا ټـول ملت بايد دېته واجبي التزام او درناوئ ولري
اخر کې تکررآ
د جهاد ژونديؤ مشرانو او رهبرانو ته
د دردېدلــو مجاهديو او ارمانجنو شهيدانو عـذر وړاندې کــوم چې د خدای لپاره سره يو او متحد شئ په باالله قــسم چــې
د تاسو د ټـول شـخــصيت , قدم , وزارت , فصاحت , جرائــت علمــيت او مـعـاصــريت تر شاه د ټولو مجاهدينو يو ټن وينې بــهــېدلې دي , له شرعي اړخه پدې ظاهري امتيازاتو کې چې تاسو ډېر او يا لږ څه ترلاسه کړي پدې کې درسـت مجــاهدين درسره برابره بــرخه لــري خو بيا هم دوی له يـوالي او اتفـاق پرته له تاسو بل هيڅ څه نه غواړي
