No-IMG

۶ د جدي يو تور تاريخي داغ په يو سپين تاريخ کې

تواب عبد الله

 

د افغانستان د تباهئ او بربادئ د شروع تور کرغېړن کال او ورځ ۱۳۵۸ کال د جدی۶

هغه وخت کله چی شوروي وحشي عسکر د هوا او ځمکې له لاری د کابل په لور وخوځیدل، خپل يو اجير يی (امین) ئی په قتل ورسولو او خپل بل اجير ببرک ئی د اقتدار په تخت کيښنولو. نو زمونږ په هيواد کې د وينو سيلاب جاري شو ددی سيلاب د مخنيوي لپاره يو څو ځوانانو مټې راونغاړلې او د الله جل جلاله په نصرت سره کامياب شو خو د دونيا ښکيلاگرو هغوی په خپل مکر او فريب سره تير ويستل په شکل د اشکالو يی دا سيلاب تر ننه جاري وساتلو پرون که کمونيزم دلته لاسونه په وينو سره کړي وو د يو مظلوم ملت نن سيکولريزم خپل دواړه لاسونه په وينو سره کړيدي د افغانانو د وينو سيلاب ښه په زور کې روان دی. ددی سيلاب د  مخنيوي هغې تندرستې مټې زړې شويدي مګر په نوی نسل کی يی نورې داسې مټې او ځلمي راپيدا نشو چی د هغوی په پل پل کيږدي او هغسې تاريخي ماته سيکولريزم ته هم ورکړي لکه کومه يی چی پلرونو کمونيزم ته ورکړی وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک