No-IMG

د امریکا ولسمشر ځانګړی مشاور اسلام قبول کړ

نجیب اللّٰه عادل

 

د امریکا پخوانی وولسمشر (رچرډ نکسن) ځانګړی ترجمان او مشاویر (رابرټ کرین) Robert crane د عوام په قانونی چارو کی د (ډاکټریټ) سند هم لری حتّٰی چې د امریکا د قومی سلامتی چارو وزیر هم پاتی شوﺉ ده ، او په مختلفه ژبو باندی عبور هم لری , د بېلا بیلو مذاهبو په هکله د تحقیق او مطالعی تر سنګ رابرټ کرین د دین اسلام له نظریاتو سره هم آشنا شو ، د قرآن او حدیث له پراخی مطالعی وروسته بالآخره یوه ورځ رابرټ کرین اسلام قبول کړو او خپل اسلامی نوم یې (فاروق عبدالحق) انتخاب کړ

رابرټ کرین یوه ورځ د (هاؤرډ پوهانتون) په لویه غونډه کی برملا اوویل: په من حیث د یوه طالب العلم ما په هاؤرډ پوهانتون کی په تشویق سره د نړۍ  قوانین مطالعه کړل ، خو متاسفانه د عدل لفظ او نظریه می پکی پیدا نکړه ، واحد مذهب اسلام ده چې په حقیقی ډؤل انسانیت ته د عدل ، بشری حقوقو او مساواتو تلقین کوی ، 91 کلن رابرټ کرین (فاروق عبدالحق) له اسلام راؤړلو وروسته نن صبا د آمریکا په هره اسلامی غونډه کی ګډون کوی او د اسلامی افکارو د ترغیب ، تبلیغ او ترویج لپاره له یهودی عالمانو سره مخامخ مناظری هم کوی ، رابرټ کرین (فاروق  عبدالحق) په امریکا کی هغه واحد مبلغ ده چې زرګونه یهودیان یې د اسلام حق دین ته په دعوت سره مسلمانان کړل ۔

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک