د مرغومی د6 می نیټی د وخت شوروي اتحاد د کرغيړن عمل په وړاندي اعلامیه!
بسم الله الرحمن الرحیم
له نن څخه پوره ۴۱ کاله وړاندې دمرغومې په شپږمه نیټه، د وخت شوروی دبین المللی اصولو او میثاقونو پر خلاف زمونږ په ګران هیواد افغانستان بيشرمانه پوځي یرغل وکړ او غوښتل یی چی افغانستان خپل 16 جمهوریت وګرځوی ، خو الله ﷻ دروسانو دغوښتنې خلاف ، مجاهدینو او ټول ملت ته داسی لوړ همت او طاقت ورکړ چی د افغانانو په قربانی ، داسلامی نړۍ او دافغانستان دجهاد ددوستانو په مرسته او دالله ﷻ په نصرت دخپل دین او وطن څخه په میړانه دفاع وکړی.
شورویانو چې د وخت زبرځواک وو 7 قسمه جنګی تکتیکونه او عملیات یی پر افغان مجاهدینو باندي اجرا او امتحان کړل، خو افغان مجاهدینو دلوی الله ﷻ په فضل او توکل سره، دیونیم ميليون شهیدانو، په لک هاو معلولینو او د 6 ملیونو افغان مهاجرینو په نتیجه کی چی لس کاله مقاومت یی وکړ، شوروی ته سخت او نه جبران کيدونکې تاوانونه او زيانونه ورواړول ، په زرهاو عسکر يي ووژل شول، په ډير اندازه ټانکونه يي ويجاړ او له منځه لاړل، سلګونه طیاری یی ورته نسکوری او دغه زبرځواک یی په ګونډو کړ او بالاخره دی ته مجبور شول چې زمونږ ددی سپیڅلی خاوری څخه شرمنده او سرټیټی ووځی.
کامیاب او سرلوړی دی وی افغان، مسلمان مجاهد ملت ، تل دی وی په دی خاوره کې اسلامي جمهوري نظام
په درنښت
دحزب اسلامی متحد افغانستان دارالانشاء
كابل - أفغانستان
٦ جدي ۱۳۹۹
