د حزب اسلامي افغانستان لخوا د جدي شپږمې نيټې د غندلو په مناسبت د غونډې خبرتيا
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته!
د ځوانانو د رياست بلنليک!
گرانو محترمو وروڼو او خويندو!
د راتلونکې جمعې په ورځ نهه بجې د حزب اسلامي افغانستان مرکزي دفتر دارالامان کې د جدي د شپږمې نيټې د غندلو په مناسبت يوه ستره او شانداره غونډه نيول کيږي هيله مند يو هر ملگری ددې ورځې د اشغال او تير غندلو لپاره په ډي غونډه کي برخه واخلي په همدې اساس له تاسو ټولو څخه هيله کيږي چې دې جلسې ته تشريف راوړی او هم له ځان سره د کورنٌۍ غړی، خپلوان او ملگري راولي تر څو يوه ستره غونډه ولرو، يقين لرم چې که ملگري د همت ملا وتړي د خلکو په خبرولو او راوستلو کې فعاله برخه واخلي د جمعې په ورځ د زرهاو خلکو د تجمع شاهدان وسيږو.
د يو خپلواک او خوشحاله په افغانستان په هيله.
