مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کابل ښار په ننۍ چاودنه کې په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د خلکو استازی، خان محمد وردګ له خپلو څو ساتونکو سره ټپي شوی دی.
امنیتي مسوولانو ویلی، چې د دې چاودنې هدف د خان محمد وردګ موټریز کاروان و او د چاودنې له امله د نوموړي په ګډون، د هغه څو ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
✒: د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې په کابل کې د نننۍ چاودنې سیمې ته ورغلی و وایي وايي په چاودنه کې نهه کسه وژل شوي او د شلو په شاوخوا کې نور ټپیان دي. اندرابي د خپلو خبرو په دوام د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده ورې کړی دی.
✒: شورای عالی مصالحۀ ملی میگوید که فشردۀ پنجروز رأیزنیهای هیئت مذاکره کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان همین بودهاست که دور دوم مذاکرات باید پیش از زمان تعیین شده آن آغاز شوند.
این هیئت و شورای عالی مصالحۀ ملی تاکنون تاریخ دقیقی را برای آغاز این مذاکرات مشخص نکردهاند؛ اما بربنیاد فیصلۀ هیئتهای مذاکرهکننده در دوحه قرار است این مذاکرات در شانزدهم ماه جدی آغاز شوند.
✒: عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی در رأس یک هیئت رسمی، برای جلب همکاریها و تقویت اجماع ملی برای صلح افغانستان فردا دوشنبه به تاجکستان سفر میکند.
فریدون خوزون، سخنگوی عبدالله میگوید که در این سفر وی با رییس جمهور و وزیر خارجه تاجکستان دیدار و گفتوگو خواهد کرد.
✒: ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ پر موټریز کاروان برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې پر ملکي اهدافو بریدونه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کولی شي. خبرپاڼه کې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو غوښتنه شوې ده چې پر ملکي اهدافو بریدونه ودروي.
✒: روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۴۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۰ زره او ۶۷۷ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په دې موده کې پر کرونا ا خته ۲۰ تنه مړه شوي او ۳۵۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
✒: د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سبا پلازمینې دوشنبې ته ځي، د عبدالله د سفر موخه د افغان سولې لپاره د سیمه اییز ملاتړ جلبول یاد شوي دي، عبدالله به د تاجکستان له ولسمشر او نورو لور رتبه چارواکو سره وګوري.
✒: د راپورونو له مخې شاوخوا لس بجې د لوګر په مرکز پل علم کې په شهیدانو چوک کې چاودنه شوې چې یو ملکي وګړی یې ټپي کړی دی.
✒: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي ښکېل لوري دې د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.
پخواني ولسمشر د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ په موټریز کاروان برید غندلی او ویلي یې دي، چې د سولې دښمنانو د توطیو شنډولو لپاره دې ښکېل لوري د سولې خبرې چټکې او بریالۍ کړي.
✒: ولسمشر غني: طالبان دې د خلکو پروړاندې له نا مشروع جګړې لاس واخلي.
ولسمشر غني په کابل، بلخ، ننګرهار، هلمند او سمنګان ولایتونو کې د نن ورځې بریدونه او چاودنې غندلې او ویلي دي، چې طالبان دې د ولس پر وړاندې له نامشروع جګړې او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.
✒: د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت لغوه شوی دی.
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیماسمر ویلي، چې استعفا یې نه ده ورکړې خو ددې وزارت تشکیلات د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا لغوه شوي دي.
✒: نبيل: ولسمشرغني او ټيم يې د جمهوريت په نوم خپلې شخصي موخې تعقيبوي.
✒: ترکیه طی 15 سال بیش از 1300 پروژه در افغانستان به بهرهبرداری رساند.
✒: حدود 60 درصد مردم فرانسه از سیاستهای ماکرون ناراضی هستند.
✒: وزارت دفاع ترکیه: طی یک ماه اخیر 177 تروریست در مناطق عملیاتی شمال سوریه از پای درآمدهاند.
✒: ملګري ملتونه وایي د افغانستان نیمايي نفوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي د افغانستان د شاوخوا څلوېښت میلیونه نفوس له ډلې نیمايي به یې په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
✒: له اقتصادي بحران سره مخ پاکستان د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو څخه څلور نیم میلیارده ډالر پوروړی شوی دی. پاکستان دا نوي پورونه د خپلو پخوانیو هغو د پرې کولو لپاره اخیستي دي، خو د دې پر ځای چې خپل پورونه ورباندې سپک کړي نور یې هم تاواني کړی دی.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ویلي چې دوی به له خپل حق څخه په شا نه شي او په خبره یې؛ هغوی چې ترکیه په بندیزونو وېروي ناهیلي او مایوسه کېږي.
✒: در انفجاری در شهر جلال آباد یک پولیس جان باخت.
عطاالله خوگیانی، سخنگوی والی ننگرهار میگوید که انفجار در حوزه اول امنیتی پولیس زمانی رخ داد که یک موتر پولیس با یک ماین کنار جاده برخورد کرد. وی میگوید که در این رویداد یک سرباز پولیس جان باختهاست و دوتن دیگر زمی شدهاند.
✒: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې په کابل کې مرګونی برید وغندلی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د قطر دولت د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د بم چاودنه چې د څو تنو د وژل او ټپي کېدو لامل شوی په کله غندي.»
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې له ښکېلو لوریو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او د هېواد د روان کړکېچ د پای لپاره ژر تر ژره پر یوې سیاسي هوکړې سره سلا شي.
ښاغلي خلیلزاد په دې اړه وویل:«اسلامي جمهوري او طالبان باید د خپلو خلکو غوښتنو ته باید درناوی وکړي او ژر تر ژره یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي. متحده ایالات د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي.»
