له ببرک کار مل سره د وروستۍ لیدنې خاطره
لیکوال: مصطفی دانش ـ ایرانی ورځپاڼه لیکونکی
ژباړه: همدرد
اخري لېدنه مې له ببرک کار مل سره په ۱۹۹۵ م کال کې ښه په یاد ده.
د افغانستان په شمال کې د حیرتان واړه ښار ګوټي ته د هغه لیدنې ته تللی وم. دا مهال درې کاله کېدل چې مجاهدینو پر افغانستان حکومت کاوه او هیواد يې په کنډواله اړولی وو. هیواد په اب تات کې وو خو کار مل له یاده وتلی و.
کله چې د پخواني ولسمشر سره مخامخ شوم په پیل کې مې هغه و نه پیژانده. یو زوړ او سوليدلی کس مې مخې ته را ښکار شوو، چې د سرطان ناروغۍ يې پر بدن منګولې لګولې وې. په مخکنیو کلونو کې مې لس ځله په ولسمشرۍ ماڼۍ ( ارګ) کې ور سره خبرې کړې وې. هغه د ساړه جنګ پر مهال د شرقي بلاک د مهمو مهرو څخه ګڼل کېده او ډېر ارزښت يې لاره. هغه مهال به يې په شور، ځوږ او اعتماد په نفس له خپلو موخو او پلانونو څخه دفاع او خبرې کولې.
کارمل زما په لیدو حیران شوی وو. نیولې څېره يې غوړېده او زه يې په غیږ کې داسي نیولی وم ته وام د کوم چا ورک ملګری پیدا شوی وي. فکر کوم یوازنی خبریال وم چې په هغه تورو ورځو کې يې لیدو ته ورغلی وم. ټولو هیر کړی وو. نور نه د ځانګړو روسي ډاکټرانو درک لګېده او نه هم هغه سلګونو جنرالانو معلومېدل چې تر چاپېره به وو. هغه هرڅه له لاسه ورکړي وو. هغه په ډېر بد حالت کې دغه ښار ګوټي ته تبعید شوی وو.
شو ر وي اتحاد چې څومره کولی شوای له هغه يې ګټه پورته کړه، خو نن چې هغه اړ من وو حتی هغه ته يې له ویزې ورکولو هم ډډه کوله. حتی اجازه يې نلره چې د درملنې او خپلې کورنۍ سره د لېدنی لپاره هم روسې ته سفر وکړي.
د کارمل واکمنۍ لکه څنګه چې پيل شوې وه هغه سي پای ته و رسېده : د شو روي په مخامخ تېري سره. د ۱۹۸۶م کال په نیمايي کې ویکتور پیلچکا د افغانستان خلق د ډيموکراټیک ګوند له دو غړو سره کار مل ته ورغلي و او له هغه يې غوښتي وو چې خپله استعفاء لاسلیک کړي. کار مل پوهیده که يې مقاومت کړی وای د پخواني ولسمشر حفیظ الله امین په برخلیک به اخته شوی وای کوم چې په ۱۹۷۹م کال کې د روسانو په اشاره وژل شوی وو.
ښه مې په یاد دي په ۱۹۹۱م کال کې د ډاکټر نجیب تر سقوط یو کال مخکې د یوې مرکې لپاره کار مل ته ورغلی وم. نوموړی تازه په مسکو کې له تبعیده هیواد ته را ستون شوی و. دا مهال شو روي اتحاد د سقوط په اخري پړاو کې وو، نور نو کارمل خپلو پخوانیو اربابانو ته وفاداره مرید نه وو.. هغه اوس د روسانو له "شیطاني سیاستونو" په شدت انتقاد کاوه. هغه د ازادۍ پر اړتیا او د هیواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره خبرې کولې. ډېری جنرالان له هغه ته راټول شوي وو ، ځينو له همدغو په ۱۹۹۲م کال د ډاکټر نجیب د حکومت په ړنګولو کې مهمه ونډه هم لرله.
بیرته به را وګرځو حیرتانو ته ۱۹۹۵م، کارمل له مجاهدینو څخه روغ پاته شوی و. خو له سیاسي اړخه نور ژوندی نه وو. کوم مات شوی کس مې ،چې مخامخ په حیرتان کې مخ ته ناست وو، هیڅ سیاسي ارزښت او ونډه يې نه لرله. هغه یوه ترخه خاطره وه چې ټاکل شوې وه ژر یا وروسته به هېرېده.
د خدای ج په امانۍ پر مهال يې په ستړي او دردېدلي انداز یوازې د خپل عمر د لاسته راوړنې په توګه و ویل: تر ټولو لوی درس مې چې په ژوند کې زده کړ دا وو ، هیڅ هیواد نه شي کولی چې د بهرنیو ځواکونو پر مټ خپلواکۍ او پرمختګ ته ورسېږي. باید د خلکو غوښتنو ته درناوی و شي او خپله د هیواد د ازادۍ لپاره کار و شي. هر ملت باید خپله پر خپلو پښو و درېږي.
ایا دا درس د هغه چا لپاره چې د سیاسي صحنې څخه شړل شوی وي د " غلامۍ او خیانت" ټاپه يې پر تندي لګېدلي وي او اوس د مرګ پر کټ پروت وي، ګټه رسولی شي!؟
په ۱۹۹۵ م کال کې د شو روي اتحاد تر سقوط وروسته بلاخره کار مل و توانید ویزه تر لاسه او مسکو ته لاړ شي. یو کال وروسته هم هلته و مړ د هغه مړی يې افغانستان ته یو وړ او په هم هغه حیرتانو کې يې خاو رو ته و سپاره. خو کله چې طالبانو په ۱۹۹۸م کې حیرتان ښار ګوټی و نیوه، د کار مل قبر يې په بمونو والو زا وه، او د هغه د جسد پا ته شونې يې نمایش ته کېښودلې. په دې اساس هغه سیاست مدار چې تل به يې د هیواد د ښېرازۍ او سوکالۍ خبرې کولې خپله د هغه د ویچاړۍ لامل ګرځېدلی و او د قبر په زړه کې هم ارامه نه شوو.
