No-IMG

رهنورد زرياب څو ورځې وړاندې مړ شو!

زاهد جلالي

 

رهنورد زرياب څو ورځې وړاندې مړ شو. هغه فارسي ادب او داستان ليکلو کې ځانګړی ځای لاره. زرياب فکري سوشيالېست و. داستانو کې يې همدا رنګ ليدل کېده.

زرياب له صادق هدايت څخه ډېر متاثر و. صادق هدايت يو ايراني اديب و. هغه له اسلام څخه کرکه لرله او په اخر کې يې په ډېر بد شکل ځانوژنه وکړه. علامه حبيبي له صادق هدايت سره کتلي وو، هغه وايي چې زرياب به د هدايت کيسې په ډېر شوق اوریدې او راڅخه يې غوښتنه وکړه چې پرې ليکل وکړم.

همدا شېبه زموږ يار، ډاکټر وصيل، راسره د زرياب د يوه دوست مقاله شريکه کړه چې د هغه په مرګ يې ليکلې ده. دغه ليکنه کې راځي چې کله چې زرياب مړ شو، څوک يې روغتون ته د جسد کتلو له پاره نه ورتلل. نږدې دوستان يې جنازه او د تدفين مراسمو کې برخه وانخيسته. د زرياب ملګری ليکي چې د فاتحې پر مهال هېڅوک رانغلل، جومات تش و، وايي له شرمه راباندې خولې راماتې وې او همداسې خپلو کورونو ته روان شوو.

څوک چې له خدای او روحانيت لرې وي، پای يې متاسفانه دغسې وي. ډېر د افسوس وړ حالت دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک