No-IMG

د مکې مکرمې ساعت

دغه ساعت دعربستان مکه مکرمه  ښار کې بيت الله شريف  مسجد الحرم ته نږدې  دابراج البیت په نوم برج باندې واقع دی.

چې دغه یو هوټل دی او د دغه دپاسه دغه ساعت واقع دی.

دغه هوټل د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت جوړ شوی.

او ټول د درآمد پیسې یې په مسجدالحرام مصرفیږي.

دغه ساعت ۶۰۰ متر په لوړوالي دنړۍ تر ټولو لوړ ساعت او دنړۍ ترټولو لوی ساعت دی، حتی دانکلستان دبنک بن له ساعت ۶ ځلي لوی دی.

دغه ساعت په ۹ کلونو کې جوړ شوی دی.

دعبدالله بن عبدالعزیز په امر جوړشوی.

په دغه ساعت کې پرمختتلې ټکنالوجي کار شوې.

په دغه ساعت کې له اتومي ټکنالوجۍ هم کار اخیستل شوی دی.

د دغه ساعت د دقت ضریب دومره دقیق دی چې په۳میلیونه کلونو کې به د یوې ثانیې په اندازه غلطي هم نه کوي.

دغه ساعت خپل اطلاعات دنورو ۵ اتومي ساعتونو څخه اخلي چې ډیر دقیق دي.

دغه ساعت دڅلور لایو علیاف دکاربن څخه جوړ شوی چې له فولادو څخه هم کلک دی.

دغه ساعت له ۸ کیلومتری څخه د لیدلو وړ دی.

دساعت دهرې عقربې وزن یې ۶۰۰۰ کیلو دی.

د دقیقې عقربه یې۲۳ متره او د ساعت ښوونکیه عقربه یې۱۷ متره ده.

د ټکنالوجۍ ترڅنګ د اسلامي فرهنګ معمارۍ او نقاشۍ ته هم ښه پاملرنه پکې شوې ده.

دساعت دننه لوی موتورونه شته چې  دهره یوه وزن یې۸۴ ټنه دی.

دغه ساعت خپله انرژي له سولرونو او دمکې دښار دبریښنا له شبکې څخه اخلي.

په ځینو ځایونو کې یې له طلا د ۲۴ عیار څخه هم کار اخستل شوی.

دآذان لپاره هم دنړۍ تر ټولو پرمختللې صوتي تکنالوجۍ څخه کار اخیستل شوی، ترڅو د آذان خپور شوی غږ له برج څخه تر ۷ کیلومتری دحرم په ښه ډول واوریدل شي.

له لوستلو څخه مو مننه.

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک