No-IMG

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملابردار اخوند په يوه رسمي سفر پاکستان تللی دی

دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند نعيم وردګ وايي,ملابرادر به په دې سفر کې د پاکستان له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره د افغان مهاجرو او سوداګريزو ستونزو په اړه خبرې وکړي، ‏دا په داسې حال کې ده چې د سلا مشورو په هدف د سولې د مرکچي پلاوو لخوا د 20 ورځنيو رخصتيو له اعلان وروسته د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوی شيبې مخکې له دوحې څخه د کابل په لور وخوځيد،  زلمي خليلزاد هم پرون پاکستان کې د ياد هيواد د پوځ له مشر قمر سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک