No-IMG

ترکيه: ايراني استخباراتو يو باغي ايرانی له ترکيې تښتولی

 

 د ترکيې ځينو چارواکو ادعا کړې، چې ايراني استخباراتو هغه ايرانی تبعه له ترکيې څخه تښتولی، چې له ايران څخه باغي، او د يوې سيمې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

دا کس حبيب چعب نوميږي، د اهواز ملي مبارزې له تحريک سره تړاو لري، کوم چې له ايران څخه د خوزستان ولايت د بيلتون لپاره هلې ځلې کوي.

ترکي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ويلي حبيب د اکتوبر په مياشت کې استانبول ته تللی و، تر څو له يوې ښځې سره وګوري، خو نوموړی د دې ښځې په لومه کې ايسار شوی، لومړی بې هوښه کړای شو، او د اکتوبر په نهمه نېټه ايران ته تښتول شوی دی.

ترکيې د دې سړي د ورکېدو په تور يوولس تنه نيولي هم دي.

تېره مياشت ايران اعلان کړی و، چې حبيب فرج الله پور چعب يې نيولی دی، وروسته يې د هغه ځينې اعترافات هم خپاره کړل.

د ترکيې د چارواکو په وينا چعب چې په (حبيب اسيود) هم پېژندل کيږی، د اکتوبر مياشت کې له سويډن څخه ترکيې ته له صابرين نومې مېرمنې سره ملاقات لپاره تللی و، خو په همدې مياشت کې يوه ښځه هم په جعلي پاسپورټ له ايران څخه ترکيې ته رسېدلې وه، خو په يو موټر کې د ليدنې پر مهال پر حبيب بريد وشو، بې هوښه، او لاس تړلی، له ترکيې ايران ته قاچاق کړای شو.

خوزستان د ايران هغه ولايت دی، چرته چې په زياته کچه تيل موجود دی، د اهواز ملي مبارزې تحريک هڅه کوي، دا ولايت له ايران څخه جلا کړي، دې تحريک په ايران کې د ځينو بريدونو مسئوليت هم منلی دی.

فرج الله د خپل تحريک مشري هم کړې، او ايران پرې تور پورې کړی، چې له سعودي عربستان سره اړيکې لري

 

-دخوځښت څخه کاپی-

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک