No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ۹۱ کوډ د تړل کېدو په هکله د ولسي جرګې د غړو ګواښ.

: ‏د ملي دفاع وزارت ویاند وایي،وسله والو طالبانو د غور ـ هرات لویې لارې یو مهم پل تخریب کړی دی.

که څه هم نوموړي ادعا کړې، چې دغه پل د طالبانو لخوا تخریب شوی، خو وسله طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

‏دا په داسې حال کې ده ، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، دعامه تاسیساتو ورانوول د منلو نه دي او طالبان باید د دې چارې مخه ونیسي.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، په هیواد کې د عامه تاسیساتو، پلونو او ښوونځيو ورانول د منلو نه دي او طالبان باید د دې چارې مخه ونیسي.

‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، حکومت له یوې خوا د اوربند خبره کوي، خو بل پلو یې هوایي بریدونه زیاد کړي، چې ډيری قربانیان یې ولسي وګړي دي.

: ‏د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي ولسمشر غني افغانستان کې د سولې خبرو دوهم پړاو مخته وړو باندې ټینګار سره ویلي"که طالبان افغانستان پورې تړاو لري، نو ولې د افغانستان په خاوره کې مذاکرات نه کوي؟ دوی(طالبان) د افغانستان د خاورې هر ځای چې وغواړي، دولت ورسره د سولې خبرو ته چمتو دی."

: ‏هېواد کې د کرونا ویروس؛ ۲۱۱ تازه پېښې ثبت شوې.

: ‏د فراه "لاش جوین" ولسوالۍ د جامع جومات ملاامام، مولوي، غلام سخي د طالبانو برید کې ژوند بایللی دی.

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي پر ښاغلي غلام سخي تېر ماښام د لمانځه وروسته له جوماته د راوتو په حال کې برید شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏ولسي جرګه وایي، دوی به نږدې راتلونکي کې له دوحې څخه راستون شوی د حکومت مذاکراتي پلاوی دغې جرګې ته ورغواړي.د دغې جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي، دا پلاوی د دې لپاره خپلې غونډې ته وربولي چې په دوحه کې د ترسره شویو خبرو اترو پایلې او خپلې لاسته راوړنې د ولس له استازو سره شریکې کړي.

: ‏طالبانو ویلي چې که چېرته د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن له هوکړې سره سم خپل پوځیان تر راتلونکې مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ونه باسي نو دوی به بېرته پر نړیوالو ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي.

: ‏د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

: ‏د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې ۱۴ سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده ويلي چې په دغه بريد کې د ټولي د قومندان تورن داوود حکيمي په ګډون لس سرحدي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

: ‏حنیف اتمر په خپلو خبرو کې وویل چې له افغان سولې د ملاتړ لپاره نړیواله اجماع موجوده ده خو نړیوال د هغه سولې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام، تېرو لاس ته راوړنو او رامنځ ته شوو پرمختګونو د حفظ او ساتنې سبب شي.

: ‏د ولسي جرګې غړي وایي حکومت او طالبان دواړه له ملکیانو د سپر په توګه کار اخلي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې ده او پر دواړو لورو یې غږ کړی چې جګړې کمې کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

: ‏پوهنې وزارت د خلکو له فشارونو وروسته دې ته اړ شو چې له خپلې پرېکړې په شا شي. تازه د پوهنې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د یاد وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په تایید ددغه وزارت په چوکاټ کې د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته احیا شو.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه درپیامی ویدئویی به مناسبت شصتمین سالگرد تاسیس سازمان همکاری اقتصادی و توسعه (OECD) اظهار داشت: همکاری بین المللی باید با اولویت‌ دادن به مسئله کشورهای در حال توسعه و پناهندگان و آوارگان فعالیت‌های خود را پیش ببرد. من معتقدم سازمان همکاری اقتصادی و توسعه باید در این زمینه نقش موثرتری داشته باشد.

وی افزود: ترکیه از ابتدای تاسیس این سازمان عضو آن بود، ترکیه در راستای توسعه و رشد اقتصادی، افزایش رفاه و اشتغال با این سازمان همکاری دارد. ما نقش موثر و موفقی در سازمان همکاری اقتصادی و توسعه داریم و با عملکرد موفق این را اثبات کرده‌ایم.

: وزیر دفاع ترکیه: (یونان) به جای مذاکره با ترکیه منتظر کمک از اتحادیه اروپا و دیگران است. باید متوجه این باشند که اینها بن بستی بیش نیست.

وزیر دفاع ترکیه: این موضوع (ناوتکس‌های یونان) از سوی همسایه‌مان مورد سو استفاده قرار می‌گیرد. این چیزی جز تجاوز نبوده و مغایر با مناسبات همسایگی است.

: ‏دولت باغچه لی رهبر اپوزیسیون ترکیه: وزیر خارجه ایران واکنشی بی‌ اساس نشان داده است

قرائت یک شعر از سوی رئیس جمهور محترم کشورمان موجب ناراحتی ایران شده است. وزیر خارجه این کشور واکنشی بی‌ اساس نشان داده است.

: به گزارش خبرگزاری رسمی عربستان سعودی (واس)، یک کشتی نفتکش در بندر جده این کشور "با قایق بمب‌گذاری شده مورد حمله تروریستی" قرار گرفت.

بر این اساس حمله مذکور بامداد امروز صورت گرفته، خسارات جانی و مالی نداشته است.

این در حالی است که صبح امروز شرکت «BW Group» که مالک کشتی نفتکش «راین» با پرچم سنگاپور است طی بیانیه‌ای اعلام کرد که این کشتی در بندر جده عربستان سعودی پس از برخورد جسم خارجی آسیب دیده است.

بر این اساس 22 خدمه این کشتی در سلامت کامل به سر می برند.

: ‏امریکایي رسنۍ وايي د کرونا ضد واکسین تر هر څه وړاندې په سپینه ماڼۍ کې پر لوړپوړو چارواکو ويشل کېږي. امریکایي رسنیو ویلي چې د فایزر کمپنۍ واکسین به د ولسمشر په ګډون لومړی د سپينې ماڼۍ پر لوړپوړو چارواکو ویشل کېږي او اوس ددغه واکسینو یوه لویه بسته سپینې ماڼۍ ته رسېدلې ده.

: ‏د امریکایي رسینو د راپورونو له مخې، د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ په پام کې لري چې د امریکا سنا جرګې ته ځان نوماند کړي. ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې نوموړې به خپل سیاسي ژوند له سنا څخه پیل کړې.

: ‏رویټرز اژانس ویلي،د امریکا د سوداګرۍ او خزانې پر وزارتونو انټرنیټي بریدونه شوي دي. راپور کاږي،د امریکا حکومت د یو بېړني حکم په ترڅ کې له ټولو ملکي ادارو غوښتي چې د سولر اینډز اورین په نامه د کمپیوټري شبکې له وسیلې سره چې د ورانکارو لخوا ترې ناوړه ګټه اخیستل شوې اړیکې پرې کړي.

: ‏په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، وروستۍ پرېکړه به د شرایطو پر اساس تر سره کېږي او په خبره یې، امریکا به هغه وخت له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي چې په دغه هېواد کې د امن او ثبات ډاډ تر لاسه کړي.

: ‏ایران بر نهایی سازی سند همکارهای ستراتیژیک میان تهران و کابل در آینده نزدیک تاکید می ورزد.

عباس عراقچی، معین وزارت خارجه ایران که در کابل با برخی از مقام ها دیدار کرده است می گوید که دو کشور باید مشوره های شان را در این باره بیشتر بسازند.

: ‏قرعه‌کشی مرحلۀ حذفی لیگ قهرمانان اروپا امروز در شهر نیون سویس برگزار شد. در این مرحله، بارسلونا با پاری سن ژرمن و اتلتیکو با چلسی بازی خواهند کرد.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو تازه ټویټونو کې ویلي، چې په داسې حال کې، چې افغانستان کې جګړه په خواشینوونکې بڼه روانه ده، سیاسي هوکړې، د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته عاجله اړتیا لیدل کیږي خو دواړو مذاکراتي ټیمونو ۲۰ ورځې وقفه اعلان کړې.

‏خلیلزاد وایي د سولې پروسې ته متوجه خطرونو ته په پام، دا حتمي ده چې د جنورۍ په پنځمه نېټه بېرته مذاکرات پیل شي.

‏د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره کتلي.

پدې کتنه کې باجوه په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د خليلزاد هڅې ستايلې او پدې اړه يې د پاکستان د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک