لنډ معلومات او تریخ حقیقت
*نن سبا د مرستو رسول کار واقعي مستحقینو ته اسانه کار ندی.
"مناع للخیر"
علماء د قران ددی لفظ په اړه وایی چی دا د دوه کسانو تعریف دی:
1- هغه چی خپل نفس د خیر کار څخه منع کوي.
2- هغه چی نور کسان په مختلفو ذریعو د خیر کار منع کوي.
دا چې اوس مناع للخیر په کومو کسانو تطبیق کیږي د دی حکم بحث توان نلرم.
*مونږ د مرستو رسولو د خنډونو او مشکلاتو په اړه د خپلو سترگو لیدلی حال معلومات وړاندې کوو:
اول خنډ او مشکل :
د اهل خیر او مرستو ورکوونکو په وړاندې شک اچول په مختلفو طریقو او د خواخوږی او اصولي الفاظو تر نامه لاندې، (ځینې کسان نه خپله کار کوي او نه نور پریږدي).
د دی بند څخه وتلو وروسته بل خنډ.
دوم خنډ او مشکل :
د واقعي مستحق او غیر واقعي، اصلي مسکین او نقلي حقیقي شهید او غیر حقیقي، پیدا کول او لیست جوړول هم ډیر ستونزمن کار دی.
متاسفانه زمونږ هېواد کې د غرب او جنگ فرهنگ اکثریت خلک د خپل قوت او استعداد څخه محروم کړي دی، هر څوک خپل ځان د کمک اخیستلو مستحق گڼي.
دریم خنډ او مشکل:
دا هم یو مصبیت دی چی ځینې مرسته توزیع کوونکی گروپونه کې د مجبوریت له کبله عدم اخلاص او بی ځایه تمه لرل، حتی لاس وهنه، سو استفاده د اعتماد ختمیدلو سبب شی. اعتماد کول گران شي.
څلورم خنډ :
بل مصبیت دا دی چې مرسته توزیع کوونکی د خپلوانو، کورنیو او دوستانو تر فشار لاندې راځي، ورته وایی "مونږ بیوزله نه یو"؟
چی ته نورو ته کمک رسوئ؟
که چیری مرسته توزیع کوونکی دماغ او زړه کې بیچاره وي بیا دا هم ډیرسخت بند دی. ( وتل ور څخه مشکل دی)
پنځم خنډ:
د ځینیو مامورینو بې ځایه شیطانتونه هم مانع کیږی. خوشباوره رئیس چی خپل مخلص او غیر مخلص مامور نه پیژني د هر ماهر چغلخور شیطانت ته لبیک وایی، او ناراسته مامور، دا هم یو بی خونده مشکل جوړوي، چې د کمک رسولو کارکوونکو د مایوسی سبب گرځي.
شپږم خند :
د مرستو رسولو عدم امکانات ولایاتو، ولسوالیو او لری پرتو سیمو ته: د لارې امنیت او غلو مشکل تقربیا مرگ ته تلل دی.
نو مرسته رسونکی گروپ ته ممکن ندی چی ولایات او ولسوالی ته سفر وکړي اصلی بیوزله او شهیدان کورنی اطرافو کې ژوند کوي.
نو کمک رسونکی گروپ مجبور کابل ښار کې تکراري توزیع وکړي.
اوم خنډ:
دا هم یو د خفگان خبره ده په ولسوالیو کی ځینی مسلح گروپونه خپل حق غواړي حتی د بیچاره او یتیمو څخه یې اخلي. او ځینې مسلح کسان بیا سیاسي ممانعت کوي چې دا مرسته د چا لخوا ده؟
امر کوي چې اجازه د توزیع نلري.
د حزب اسلامي تر نامه لاندې کمک توزیع ته اجازه نه ورکوو.
بل مشکل تیره ځل زمونږ یو14 کلن یتیم د مرستی اخیستلو وروسته کور ته روان وو د حکومتي چیک پوست کی جیبونه ورته لټول ما چې موتر ودروه پوښتنه کوله مسلح کس تهدید کړم چی لاړ شه ! او څو کنځلی هم.
اتم خند:
د مرستو ورکولو گزارش هم دوه ځانته مشکلات لری :
الف -که چیرې عکس او فلم اخلی د اطمینان لپاره نو یو مشکل دا دی مرسته اخیستونکی نه حاضریږی د ځینی حقیقی او غیر حقیقی عوامل په خاطر.
ب- بغیر له ښه گزارش د مرسته ورکونکی اطمینان او د نورو تشویق نه ترسره کیږی.
بل طرف باید د عکس اوفلم اخیستلو کی پوره احتیاط اوشي، چې تحقیر، او د ښځینوعکس او فلم رانشي، خامخا به د مسئولینو اجازه اخلی. ښایی ځینی ځایونو کی د مرگ تهدید راشی.
بیا پدی اړه چی غرضی اومرضی کسان څومره منفي خبرې او ریشخند وهي هغه بله ستونزه ده .
*طبعا نور مشکلات هم د افغانستان په اوسنی شرایطو کې شته.
* ځینی وخت انسان ددې مشکلاتو په لیدو پدی فکر شي "چی غم نداری بز بخر" (د ځان راحتی په خاطر دا کار پریږده!! )
خو الحمدلله ترکومه ځایه چی مونږته څرگنده ده، چې دوام د خیر کار، جرات، معقول تگ لاره، عدم انفرادی طریقه، او ایمانی مسئولیت سره الله پاک هر څه آسانه کوي.
په احترام
