No-IMG

بریتانیا او میرمنې په تیر او اوس کې

نولسمه (۱۹) پیړۍ په بریتانیا کې لوې کورنۍ وې لکه د افغانانو موجوده کورنۍ میرمنې،  نارینه ، انجونو او  ماشومانوپه څیر ټولو په ګډه د کور په چلولو کې مرسته کوله  که څه هم په اقتصادي لحاظ ښځې ډیرې مهمې وې لکه د افغانستان د میرمنو په څیر د  خپلو کورنیو له مشرانو( مور او پلار) ، میړنو ، ورونو او اولادونو سره یې د کور په  کار او بار، بزګري ، زراعت او نورو شاخه کارونو کې پراخه ونډه درلوده خو بریتانیا کې په قانون کې د میرمنو حقوقو له نارینه و ډیر کم و. تر ۱۸۵۷ پورې واده شوو ښځو حق نه درلود چي خپل میړه ته طلاق ورکړي ( افغانستان کې میرن میړه ته طلاق نشي ورکولاي د اسلام ددین د احکامو له مخې د طلاق حق نارینه سره خوندي ده البته ښځه کولای شي چي دطلاق غوښتنه د محکمې له طریقه وکړي په شرط ددې چي د ښځه غوښتنه په هغه شروطو برابره وي چي اسلام ورته وصع کړي دي).

تر ۱۸۸۲ پورې بریتانیا کې به چي ښځې څه وګټل او یا به ئې د واده په مهال له ځان سره د ژوند شریکي کور ته کومه شتمني ( پیسې، زر،د کور سامان او....) راوړل نو هغه به په  اتومات شکل له میړه پورې مربوطیدل .

د نولسمې(۱۹) پیړۍ په پاي او د شلمې(۲۰) پیړۍ په پاي کې د ښځو یو زیاتیدونکي شمیر د خپلو حقوقو په تیره د رايې (ووټ) ورکولو د حق لپاره کمپاین او مظاهرې وکړې کله چي لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه نو مظاهرې ودرول شوې ځکه چي ښځې د جګړو په هڅو یا ډګر ورګډې شې او تر پخوا د زیاتو بیلا بیلو کارونو کولو ته یې لاس ور وړاندې کړ ( همداسې لکه افغانستان کې د احمدشاه ابدالي او میرویس خان له وخت د افغان انګلیس جګړه کې مثلا د نازو انا او میرمن ملالې نوم د تاریخ په زړه کې ثبت ده د شوروي یرغل دور کې که د ازادۍ د جنګیالیو(مجاهدینو) میرمنې وې دوي د ازادۍ جنګیالیو ته ډوډۍ ورپخوله د مهاجرت ستونزې ګاللې که دشوروي یرغل د ملاتړو او مزدورانو(کمونستانو) میرمنې وې ددوي نارینه هم جګړې ته تلل او جګړه کې د سر زیان حتمي وي همداسې که د مجاهدینو د احزابو ترمنځ جګړې وې که د طالبانو او مجاهدینو ترمنځ جګړې وې که د امریکا له یرغل راوروسته مرحله د طالبانو او حکومت پلوو(مجاهدینو،سیکولرانو،ډیموکراتانو، کمونستانو، خلقیانو او پرچمیانو اویا د طالبانو د پخوانیو غړو چي د کرزی او اشرف غنی په حکومتونو کې ورګډ شول او همدا شان اوسني دور کې چي د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر هیواد کې په یو او بل د نه تعرض تړون لاسلیک شو او د طالبانو او دولتي عسکرو د میندو زامن یو بل ته ګوته په ماشه شول پدې جګړو کې میرمنې ځکه ورګډې دي چي ددوي اولادونه،میړونه، وروڼه، پلرونه ،او اولادونه قتلیږي ځینې میرمنې خپله د دولتي چوکاټ غړې او امتیاز اخلي دا جګړې په اقتصادي ، ځاني او فزیکي لحاظ میرمنې هدف ګرزوي ).

کله چي ۱۹۱۸ کې نړۍ والا جګړه پاي ته ورسیده نو بریتانیا کې تر دیرش (۳۰) کلنۍ لوړ عمر میرمنو ته د رایې (vote) ورکولو او ولسي جرګې ته د کاندیدو حق ورکړل شو تر ۱۹۲۸ پورې ښځو له نارینه و په برابر عمر کېد رایې یا ووټ ورکولو حق نه درلود لدې پرمختګ سره بیا هم ښځې د کار په ځایونو کې لا له تبعیض سره مخ وې کله به چي کومه جینۍ واده وکړ نو دا عامه خبره او دود وو چي د کار استخدامونکي ، امیر یا کارخانه دار به ترې ددندې د پریښودو غوښتنه کوله د ډیرو کارونو دروازې د ښځو پرمخ وتړل شوې میرمنو ته ستونزمنه وه چي پوهنتون ته لار ومومي ( مثلا د افغانستان شاهي او کمونستي رژیمونو کې هغو میرمنو ته د درس او زده کړو شرایط برابر و چي هغوي به ترپونډیو لوڅې وې د حجاب دارو میرمنو، له ښارونو د باندې او حتی د ښارونو هغه کورنیو ته هم حکومتونو د لیک لوست شرایط نه و برابر کړي چي نه یې غوښتل لوڅ لنګي او له ټوټکو وربره پرتوګ( skirts and naked legs ) کې له کوره ووځي هغوي رټل کیدلې هغوي محرومیدلې په هغوي مسخرې کیدې هغه د ټولنې روسته پاتې انسانان ګڼل کیدلې ځانګړی تعلیمي سیستم د هغوي حق او د حکومتونو مسولیت و خو متاسفانه نه و. بریتانیا کې په ۱۹۶۰-۱۹۷۰ لسیزې د مساوي او برابرو حقوقو لپاره د ښځو د فشار د زیاتیدو لسیزې وې په همدې دوره کې هغه قانون تصویب شو چي ښځو ته يې مساوي تنخوا(معاش) ورکړ او د کار استخدامونکي یې له دې منع کړل چي د جنس(ښځینه) له مخې له ښځو سره تبعیض وکړي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک