ای مجاهد لار ښوده !!!
اتل افغان
ځار له ستا هر هغه قدم وهلو چی د خپل رب د کلیمی د لوړولو او د د کافرو یرغلګرو سره دی د جهاد لپاره لوړو لوړو غرونو او سپیرو سپیرو دښتو او په واورو پوښلو دنګو دنګو غرونو او ځنګلونو کی پری منزلونه کړی د خپل ځان کور او مقام لپاره نه بلکی یواځی د اعلی کلیمته الله لپاره !!
ای مجاهده !!
مونږ او اکثره هیوادوال پدی شه پوهیږی چی تا د خپل ژوند څخه یوه ورځ هم ددنیائی موخو لپاره ګټه پورته نکړه. نه دی دخپل کور او کورنۍ سره په ارامه شپی ورځی تیری کړی او نه دی ددنیاوی مزو څخه څه حس کړل پدی هم پوهیږو چی دا اخیرنی تقریبا لس کاله د خپلو اولادونو د لیدلو په ارمان واست خو دا هرڅه او جدائی دی د اسلام. هیواد او ملت لپاره پر ځان منلی وو. خیر ده که یوتعداد نا انسانانو ته ستا دغه بی ساری قربانی د لیدلو او حس کولو وړ نده. هغه ځکه چی الله ددغسی سپیرو او منافقینو په سترګو او غوګونو پردی اچولی دا همداسی ړانده او کاڼه شه دی انشاء الله دقیامت په ورځ به هم همدغسی وی ..!!
ای مشره په والله چی د قیامت په ورځ به ستا دغه د ګردونو څخه ډکی جامی او د خاورو څخه ډکه پګړی او په خاورو لړلی سپین مخ هم خپل رب ته ددی ګواهی ورکوی چی ای ربه دغه ددغه سپیڅلی مجاهد او ستا په لار کی د ډیر زیات کړیدلی او نه ستړي کیدونکی مجاهد ثبوت ده چی ټول عمر ئی ستا په لار کی په جهاد مبارزه او قربانۍ کی تیر کړ.
د هر بهرنی او داخلی کبرجن او طاغوتی فرعونیانو په مقابل کی لکه موسی ع ودریدو او دیته ئی ایحازه ورنکړه چی پدغه پاکه خاوره افغانستان کی څوک ستادین او کلیمی ته په بده سترګه وګوری ...!!
ای ربه ته دده په ژوندون کی دده هغه سپیڅلۍ ارمان چی په افغانستان کی د یوه ازاد او اسلامي نظام قیام ده پوره کړی.
امین یا رب العالمین.
