No-IMG

د طالبانو له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره د شمشاد نیوز د مرکې متن

‏ذبیح الله مجاهد: د اعتماد تر جوړېدلو وروسته د مباحثو په منځ کې اوربند ته ځای ورکول کېدای شي.

‏۱- ښه به دا وي، چې په اجنډا کې لومړۍ داسې موضوعاتو ته ځای ورکول شي، چې اسانه وي او مشترکات پکې ډير وی.

تر څو اعتماد جوړ او وړاندې تګ اسانه شي.

۲- ‏د بندیانو او له تورلست څخه د طالبانو د لیري کولو موضوع د اوسنیو مذاکراتو موضوع نه ده له امریکایانو سره پرېکړه شوې خبره ده.

۳- زموږ د ټیم خوښه داده، چې اسانه موضوعات لومړی وړاندې شي، ځیني موضوعات که څه هم ډېر مهم دي؛ خو بیا هم موږ دې ته لومړيتوب ورکوو، چې اسانه موضوعات مخ ته شي، تر څو باور جوړ شي.

۴- ‏مؤقت حکومت زموږ غوښتنه نه ده، په افغانستان کې دا حکومتونه ښه بکراونډ نه لري.

موږ مسئول حکومتونه غواړو، نه داسې حکومت چې بیا ځلې د نزاع سبب شي.

۵- حکومت په نامه څه نه پېژنو، که د توافقاتو د عملي کېدو خبره راشي، داسې کمېټه تشکیلیدای شي چې د دواړو ټیمونو غړي پکې وي او د نظام په څېر مسئولانه کار وکړي.

۶- ‏د داخلي جګړې درېدل یوه بېل توافق ته اړتیا لري، له امریکایانو سره په شوې توافقنامه کې په دې اړه هیڅ خبره نه ده شوې.

۷- ‏جګړه یو طرفه کار نه ده، مقابل لوری په ملکي وګړو بریدونه کوي او وحشت کوي...موږ له خپلې خوا مسئولانه چلند کوو، د ملکي وګړو د په نښه کولو هيڅ کړنه نه ده شوې.

۸- ‏داسې نظام باید جوړ شي، چې ټول افغانان پکې ځان وګوري او خپل حق پکې وګوري. د قومونو په اساس وېش نه غواړو، داسې نظام چې یو څوک پکې د افغان او مسلمان په حیث پکې برخه واخلي؛ نه د کوم قوم په اساس.

‏زموږ هیڅ تشکیل د قوم په اساس نه دی، او نه مو هم د تنظیم په اساس جوړ کړی.

هر څوک چې افغان وي، مسلمان وي او زموږ سره په هدف کې شریک وي زموږ ورور دی.

۹- ‏ځيني شیان تغیر او ځیني اصلاح ته اړتیا لري. د صحت په برخه کې، د روغتیا په برخه کې چې څومره کار شوی، ښو اصلاحاتو ته اړتیا لري. امنیتي برخه کې هم ژور اصلاحات باید راشي.

۱۰- ‏د اسلامي حاکمیت بحث مو جدي نیولی. که څوک زموږ سره اسلامي حاکمیت مني؛ نو ډېر ښه او که څوک د اشغال په نتیجه کې را وارد شویو شیانو باندې ټینګار لري، ښه ده چې له سره سوچ وکړي.

موږ هغه نظام نه غواړو، چې چوکۍ پکې په پيسو خرڅول کېږي او یا پکې دوه ولسمشران اعلانېږي.

‏اسلام داسې څه دی چې ټول افغانان یې غواړي، په اسلام کې هر څه معین دي، موږ نوي څه نه دي راوړي. مقابل لوری دې داسې غوښتنې نه کوي، چې په اسلام کې ځای نه لري.

۱۱- ‏امارت د نظام بڼه ده او یو نوم دی، په نړۍ کې هيڅوک ورسره حساسیت نه لري. هغه څوک چې له دې نامه سره ستونزه لري، اصلا له اسلامي تیوري سره ستونزه لري.

ښه دا ده چې په دین باندې راټول شو. موږ له خپله ځانه د اسلام شخصي ترجمه نه کوو.

۱۲- ‏مجاهد: موږ له هغه جریان سره موافق نه یو، چېرې چې ډېر دروغ ویونکی تر نورو وړاندې وي او یو مجاهد او دینداره سړی تر نورو شاته وي.

د نورو شیان باید کافي نکړو.

‏د جنګ شعار ورکول ښه کار نه دي، د مذاکراتو فضا باید مختله نه شي؛ خو زموږ دریځ واضح ده، چې هر څوک د ملت د ارمان «اسلامي حاکمیت» په وړاندې درېږي، له هیڅ ډول مقاومت یې نه وېرېږو او نه مخ ترې اړوو.

۱۳- ‏په امریکا  کې مو له کوم ټيم او سیاسي جهت سره توافق نه دی کړی، بلکې د امریکا له هیواد سره مو تړون کړی.

فکر دا دی، چې د «بایډن په دوره» کې به هم توافقنامه عملي شي. فکر نه کوم په دې برخه کې کوم تغیرات راشي.

۱۴- ‏د ا خبره له توافقنامې سره اړخ نه لګوي، چې عسکر به شرایطو ته په کتو وځي. دا هم واضح ده، چې که یو عسکر پاتې هم وي، دا هیواد اشغال دی او جګړه به روانه وي.

۱۵- ‏هیڅکله مو د زور او جنګ خبره نه ده کړې، په کوم جدیت چې مذاکراتو ته تللي یو او څومره د باور وړ کسان چې مو مذاکراتو ته ولېږل؛ دا مو مذاکراتو ته جدیت ښکاره کوي؛ خو که مقابل لوري بهانې کولې او پردي شیان یې دلته تحمیلول بیا نو جګړه زموږ یو مجبوریت دی.

۱۶- ‏موږ له خپلې خوا ډاډ کوو... پاکستان په ګډون له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو؛ خو که يو څوک فکر کوي، چې هغوی دې په موږ څه تحمیل کړي؛ دا بېځایه تصور دی.

زموږ تر شا یو ملت دی.

۱۷- ‏هیڅ پرېکړه مو د فشار په وسیله نه ده منلې. مثلا حنفیت مو غوښت راسره منل شوی او د دوحې توافقنامه د بنسټ په حیث غوښتل کېده، چې ومنل شو.

هیڅوک داسې څه نشي ثابتولای چې موږ دې څه د فشار له لارې منلې وي.

۱۸- ‏د اجنډا په ترتیب باندې کار روان دی، موږ له خپلې خوا ملت ته ډاډ ورکوو، چې لومړیتوب مو دا دی چې د مذاکراتو له لارې هر څه حل شي او ښه توافقات ولرو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک