No-IMG

په شرعی احکامو له ملنډو وهلو وروسته په عربی ژبه دروغ ویل

عمر عماد

 

 د افغانستان د اسلامی جمهوریت  !!!  پخوانی فرهنګی استازی د پرون راهیسی بیا خپله اصلی څیره بربنډه کړی او دغه لاندی پرله پسی لیکنی یی کړی دی ، سره ددی چه دده د اوتو بوتو   فساد   تر دی ډیر روښانه دی چه بحث پری وشی او د بطلان دلایل یی په ګوته شی ، خو د ځینی ورورنو د غوښتنی سره سم به زه یو څه رڼا پری واچووم . نوموړی اوله لیکنه کی د جهاد تعریف کوی او وایی چه :

 جهاد هغه فساد دی چې د خدای په لار کې کېږي  بيا يي هڅه کړی ده چه خپلی خبری ته پرتوګ وګنډی ، نو په بله لیکنه کی وایی چه :   جهاد به مفهوم اصطلاحی آن  نه لغوی آن  در عرصه های مختلف تعریف های مختلف دارد.... جهاد مفهوم آن قتل و کشتار و تبهکاری أست    . بيا په بله لیکنه کی وایی چه :  زما د تېر پوسټ په اړه ګنګسېږئ مه. فساد په عربي کې خرابي او تلف ته وايي، د عربي ټول قوامیس در واخلئ. د خدای په لار کې خرابي کولو، او نفسونو تلف کولو ته جهاد وایي چې په خبره مو سر خلاص نه وي ټوپونه مه وهئ  

  بيا وايي : فساد هم بد شی دی خو دینونو په ځانګړيو حالاتو کې روا کړی .

 

زه نه غواړم دلته دغه سړی په هغو القابو وستایم چه دده په لیکنو کی ځلیږی ، او خپلی خبری یی پری ګواهی ورکوی ، ځکه چه هغه عربی بیت او متل وایی چه :   ما للجرح بميت إيلام   یا د پښتنو په ژبه : د لامده به څه لامده شی ! بلکه برعکس هغه په همدغی لیکنو ځان مشهور او تر امریکا پوری رسولی دی . او په همدی لیکنو یی خپل بازار ګرم کړی او ډیر ښکاره ملحدان ، او پټ منافقان ، یا غولیدلی زلموټی یی پر ځان راټول کړی دی . بلکه چون هغه دلته لوستونکی په عربی ژبه کی د فساد معنی اوګوری ، نو زه غواړم چه دهغه په یوی خبری سر خلاص کړم ، او هغه دا چه دی په عربی ژبه کی د فساد په معنی غلط پوه شوی دی او هری   خرابئ او ورانئ ته   فساد نه وایی .

راځی چه اوګورو په عربی قوامیسو کی فساد څه ته وایی  ، زه به دلته د یو څو عربی مشهورو قوامیسو خبری راکاپی کړم : جوهری په خپل تاج اللغه وصحاح العربیة نومی کتاب کی وایی :   ... والاسْتِفْسادُ: خلاف الاستصلاح. والمَفْسَدَةُ: خلاف المصلحة. . او ابن منظور په لسان العرب کی وایی :  الفساد: نقيض الصلاح .

او ابن دريد په جمهرة اللغة كي وايي :   والفَساد: ضدّ الصّلاح  .

همدا رنګه رازي په مختار الصحاح ، اوفيومي په المصباح المنیر ، او الزبیدی په تاج العروس کی وایی :   و  المفسدة  ضد المصلحة.

اوابن مفلح په المقنع كي وايي :  الصلاح ضد الفساد .

او  فيروزآبادي القاموس المحیط کی وایی :  فَسَدَ، ..: ضِدُّ صَلُحَ

او راغب آصفهانی په خپل المفردات فی عریب القرآن نومی کتاب کی وایی :  الفساد: خروج الشيء عن الاعتدال، قليلا كان الخروج عنه أو كثيرا، ويضاده الصلاح، ويستعمل ذلك في النفس، والبدن، والأشياء الخارجة عن الاستقامة، يقال: فسد فسادا وفسودا ، وأفسده غيره  . لنډه یی دا چه په عربی ژبه کی فساد د صلاح ضد ته ویل کیږی ، او مطلق   خرابئ او ورانئ ته   فساد نه وایی ، بلکه هغی ورانئ او خرابئ ته افساد ویل کیږی چه یو شی پکی د خرابئ په نیت او موخه د خپل سم حالت څخه ایستل کیږی .  خو که د یو شی د جوړولو ، او یا په بل ښه نیت او موخه یو شی ورانیږی او یا تلف کیږی نو هغی ته کله هم فساد نه ویل کیږی . د بیلګی په توګه : د زړو عمارتونو نړول او خرابول چه پر ځای یی نوی آباد شی ، او یا قاتل او مجرم ته په ځینی جرمونو د قتل سزا ورکول ، او یا د سرطان د ناروغ د بدن کوم غړی پری کول ، سره ددی چه خرابول او تلف کول دی خو آیا هغه فساد دی ؟ ! نه هیڅکله هم نه ، نه ور ته په ژبه او نه هم په عرف کی فساد ویل کیږی ، بلکه هغه هین صلاح ده . ځکه چه فساد یوازی او یوازی هغی تلف او خرابئ ته ویل کیږی چه د صلاح غرض او نیت پکی نه وی ، او دا هغه څه دی چه د عربی ژبی مشهور عالم ابو البقاء الکفوی یی په خپل نامتو او معتبر کتاب   الکلیات   کی په پوره صراحت یادونه کړی ده چه وایی :   الإفساد: هو جعل الشيء فاسدا خارجا عما ينبغي أن يكون عليه وعن كونه منتفعا به . وفي الحقيقة هو إخراج الشيء عن حالة محمودة لا لغرض صحيح   . یعنی : افساد په حقیقت کی د نامطلوب او غلط غرض لپاره د هغه د ښه حالت څخه ایستل دی . نو اوس راشه ووایه چه آیا جهاد ددښمن د مطلق خرابئ او تلف کولو په نیت کیږی ؟؟؟!!! نه ای ناقرار صاحب !  د شرعی نصوصو په استناد په مځکه کی د فساد د خپرولومذمت د اسلامی شریعت د بدهیاتو څخه دی . په یو نص کی به داسی څه راپیدا نکړی چه په هغی کی فساد ستایل شوی وی ، ولو که په هر نیت او په هر نوم او د هر عنوان لاندی هم وی .

جهاد هغه اصلاح ده چه د خدای په لاره کی کیږی ، نه فساد . د شریعت یو حکم ته هم فساد نه ویل کیږی ولو که په ظاهره یی ورانول او اتلاف وی ، اوحتی که په ښکاره ورانی او اتلاف وی ، خو هغه وروانول د جوړولو ، اواتلاف د رغولو په خاطر دی . نو مه ساده ګان په سفسطو غولوه او مه خپل منتر پری پخوه ، او مه د هغه چا په مخ کی په عربی ژبه دروغ وایه چه په عربی نه پوهیږی  . جهاد جهاد دی ،او فساد فساد . نو که کوم بڅرکی ایمان دی لا هم په زړه کی پاتی وی ،راشه د زړه له کومی الله تعالی ته توبه اوباسه .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک