اشرف غني: د افغانستان له خلګو مننه چې د سولې لپاره لویه حوصله لري او له مذاکراتو راپدېخوا زیات شوی تاوتریخوالی یې زغملی
له لویې جرګې مننه، په سختو شرایطو کې یې کار کړی، له یوې اخلاقي وسیلې پرته د بندیانو خوشي کېدل ممکن نه و.
لویې جرګې زموږ د مذاکراتو اصول او کرښې ټاکلې دي.
هغه خلګ چې فکر کوي، زموږ ټیم له ټولو اقشارو استازولي نه کوي؛ بیا ځلې دي فکر کوي.
زه له دوی ملاتړ کوم او په دوهمه برخه کې یې د بریا په تمه یم.
د سولې په برخه کې د سیاسي قشر او جهادي رهبرانو، ښځو او ټولو اقشارو مننه کوم، چې د سولې په برخه کې يې ملي دريځ خپل کړی.
د سولې لاره بې خطره نه ده، لوړې ژورې نه لري. په دې برخه کې باید جامع مدیریت وجود لري.
د سولې په برخه کې یو کاغذ مهم نه دی، مهمه دا ده چې د خلګو په ژوند کې تغیر راشي.
د نړۍ په هغو برخو باید ځانګړی پام وشي، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله وشي.
د افغانستان ولس سوله غواړي؛ خو ملي سوله غواړي، سمتي او تنظیمي سوله نه غواړي.
که څوک ثبوت غواړي لویې جرګې ته دې پام وکړي.
اشرف غني په سوله کې د نړیوالې ټولنې رول ته په اشارې وایي، چې پردی کټ تر نیمي شپې دی او حتی تر هغې هم لږ دی.
افغانستان نه دوامداره دښمن لري او نه دوامدار دوست لري.
که اجماع قوي وي، د سولې هڅې قوي کېږي او که اجماع کمزورې وي د سولې هڅې کمزوروې وي.
په دې برخه کې باید له ایران او پاکستان سره واضح خبره وکړو.
که څه هم اوس ملي ځواکونه ظرفیت لري او له تروریزم سره مبارزه کولای شي؛ خو نړیواله ټولنه باید معلومه کړي، چې څه ډول دلته برخه اخیستلای شي.
تروریزم یو خطر ده او وروسته بیا پښېمانه کېږو.
کله چې مو د ۵۵۰۰ بندیانو د خلاصون پرېکړه یوازې کولای، له یو عظیم بحران سره مخ کېدو؛ خو اجماع دا پرېکړه اسانه کړو، چې دا کار له اخلاقي پلوه حل کړو.
طالبانو ته مو پيغام دا دی، چې ټولنه مو د یو واقعیت په توګه مني. هغه وختونه اوس تېر شوي دي، چې تاسو د واقیعت په توګه نه منل کېدای.
خو تاسو هم باید د افغانستان واقعیتونه ومنئ.
اشرف غني طالبانو ته: نه تاسو ماته منئ او نه موږ، نو په سوله کې باید هڅه وکړو.
اشرف غني-طالبانو ته: که د افغانستان ولس تهدید کړئ، د سولې له اجماع به ووځو.
محترمو طالبانو تاسو په اوربند کې تاوان نه کوئ، له اوربند نه ډار مه لرئ.
