No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د طالبانو او د حکومتي پلاوي ګډه مطبوعاتي اعلامیه:

 

نن چهار شنبه د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو هیئتونو ترمنځ عمومي جلسه ترسره شوه. په دغه جلسه کې ګډې کاري کمیټې ته دنده وسپارل شوه  ترڅو د اجنډا موضوعات ترتیب کړي.

‏د دواړو مذاکره کوونکو هیئتونو تر منځ اوسني مذاکرات دا ښيي چې د افغانانو تر منځ تلپاتې سولې ته د رسیدلو لپاره اراده شته او په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو  د مذاکرتي پلاوو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پر طرزالعمل له توافق هرکلی کړی دی.

‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، کرزی  هیله څرگندوي چې دواړه لوري په هېواد کې د جګړې د ختمېدو او د تل پاتې سولې د ټینگښت لپاره تر هر څه د مخه پر سراسري اوربند هوکړه وکړي او د سولی لپاره خپلې هڅې لا گړندۍ کړي.

: ‏ولسمشرنۍ ماڼۍ هم د سولې مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو هرکلی کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې په دې اړه لیکلي دي:«دا د ټول ګډونه اوربند په ګډون د مذاکرې د مهمو موردونو د پیل په هلکه یو مهم ګام» دی.

: ‏شورای عالی مصالحۀ ملی ضمن استقبال از نهایی‌شدن کارشیوۀ مذاکرات صلح در دوحه، می‌گوید که توافق در این باره، زمینه را برای «پرداختن به مباحث اصلی و گفت‌وگو روی آجندای مذاکرات صلح را فراهم می‌سازد

این شورا می‌گوید توقع مردم این است که طرف‌ها از این فرصت برای ختم جنگ استفاده کنند.

: ‏باشنده‌گان ولسوالی خواجه عمری ولایت غزنی ادعا می‌کنند که دو کودک روز گذشته در نتیجۀ یک حملۀ هوایی در این ولسوالی جان باختند و سه تن دیگر زخم برداشته‌اند.

به‌گفتۀ آنان، این حمله در روستای ده حاجی این ولسوالی رخ داده‌است و به چندین خانه و یک مسجد نیز آسیب وارد شده‌است.

: ‏د غني او عبدالله له خوا ولسي جرګې ته په ګډه معرفي شوې کابینه کې د عبدالله اړوند ټولو ۱۱ تنو نوماندانو د باور رایې واخیستې،خو د ولسمشر له خوا په معرفي شوې ډله کې د فرهنګ، ښځو چارو،پوهنې،کلیو پراختیا وزارتونو ته نوماندان او د مرکزي بانک لپاره نوماند  ونه توانیدل چې باور رایې وګټي.

: ‏مالیې وزارت ویلي چې د اسیا پراختیایي بانک له کرونا وبا سره د اغېزمنې مبارزې په موخه د افغانستان لپاره سل میلیونه امریکایي ډالر تصویب کړي دي. د یاد وزارت په خبره، دغه پیسې به له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغه منفي اغېزو، د ټولنیز خوندیتوب او یو شمېر نورو مهمو برخو کې ولګول شي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د سولې د روان بهیر او سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو بحث او خبرې کړې دي.

: ‏وروسته تر هغه چې کابل ښاریانو وویل، حکومت په وار وار ورسره د ۲۴ ساعته برېښنا ژمنه کړې ده خو د کلونو په تېرېدو لا هم په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۹ ساعته رڼا ته کېني، په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې په راتلوونکو کلونو کې به څه باندې ۲۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابره کړي.

: ‏د هرات-خواف اورګاډي پټلۍ له لارې لومړنۍ وارداتي جوپه هرات ته را رسېدلې. د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په پنځه سوه ټنه سمنټو بار دغه وارداتي جوپه نن د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې دغه ولایت ته را رسېدلې ده.

: ‏خلوصی آکار وزیر دفاع ترکیه: مرکز مشترک نظارت بر اجرای آتش بس در قره‌باغ توسط ترکیه و روسیه در حال احداث است و به زودی فعالیت نیروهایمان در آن‌جا آغاز خواهد شد.

: ‏چاووش‌اوغلو: آینده خود را در داخل اتحادیه اروپا می‌بینیم.

: ‏نماینده لیبی در سازمان ملل: اتحادیه اروپا از روند سیاسی در لیبی حمایت کند.

: ‏سازمان_ملل خواستار انجام تحقیقات شفاف درباره حمله اسرائیل به کودکان فلسطینی شد.

: ‏پاکستان غواړي د ټاپي پروژې په کارو کې چټکتیا راشي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان غواړي په افغانستان کې له یوه مشاورتي شرکت سره توافق ته ورسېږي څو د ټاپي پروژې په اړه په بېلو برخو کې یاد هېواد ته مشورې ورکړي.

: ‏پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ په استفادې کولی شي په افغانستان کې سوله راولي. د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی ایس ای پخواني مشر اسد دراني په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې پاکستان له افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه او اوس دغه دي پر طالبانو هم خپل نفوذ لري.

: ‏سي ان ان خبري شبکې د یو امریکایي چارواکي له قوله ویلي چې د ایراني ساینس پوه محسن فخري زاده د قتل تر شا د اسراییل لاس دی. هغه زیاته کړې فخري زاده له ډېرې مودې راهیسي د اسراییل له لوري په نښه شوی و.

: ‏ملګري ملتونه وایي په تېرو درېیو ورځو کې د یمن په تعز او الحدیده کې د سعودي عربستان په هوایي بریدونو کې ۱۱ ماشومان وژل شوي دي. یاد سازمان دا عمل غیر انساني بللی او زیاته کړې یې ده چې د ماشومانو وژنه وحشتناکه او نه بښوونکې ده.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې ډبوراه لیونز په دوحه کې د مرکچي پلاویو ترمنځ د مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو هر کلی کوي:«اجنډا ته تلل یو مثبت پرمختګ دی. دا پرمختګ باید د ټولو افغانانو لخوا غوښتل شوې سولې ته رسېدل وي

: ‏زلمی خلیل‌زاد، فرستادۀ ویژۀ امریکا برای صلح افغانستان از نهایی‌شدن کارشیوۀ صلح در دوحه استقبال کرده و گفته‌است که «ما با تمام طرف‌ها برای کاهش جدی خشونتها و حتا آتش‌بس در جریان [مذاکرات صلح] سخت کار خواهیم کرد

: ‏په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر انډریس وان برنټ په دوحه کې د سولې مذاکراتو د کړنلارې د وروستي کېدو له هرکلي سره وايي چې دا د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.

: ‏وزارت خارجۀ پاکستان با استقبال از نهایی‌شدن کارشیوۀ مذاکرات دوحه آن را یک پیشرفت مهم در راستای صلح خوانده‌است.

در خبرنامۀ وزارت خارجۀ پاکستان آمده‌است که اسلام‌آباد از مذاکرات صلح افغانستان پشتیبانی می‌کند.

: د ایران اټومي ساینسپوهان د ترور په اړه د تهران او ریاض د شخړو شدت.

د ایران تر ټولو مهم اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده له ترور وروسته، د تهران او ریاض ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي.

دغه شخړې له هغې وروسته شدیدې شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر خپل ټوېټر لیکلي چې د فخري زاده د ترور زمینه د اسرایل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په وروستۍ لیدنه کې برابره شوې ده.  

خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې تهران هڅه کوي چې ریاض په ایران کې د هرې منفي پېښې په اړه ګرم وښيي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک