مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ولسي جرګې شپږ نوماند وزیرانو ته د اعتماد رایه ورکړه.
انوارالحق احدي، هارون چخانسوري، نور رحمن اخلاقي، قدرت الله ذکي، محمود کرزي او نجیب الله یمین د باور رایه ترلاسه کړه.
د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج هم د باور رایه ترلاسه کړه.
خو طاهر ظهیر او حسینه ساپۍ د عدم اعتماد رایه واخیسته.
✒: بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت له یوه افغان ماشوم سره د استرالیايي ځواکونو د نشر شوي عکس څخه خبر لري او په دې تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت وایی افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو له استرالیايي لوري سره له نږدې کار کوي.
افغان حکومت وایي چین او استرالیا د افغانستان دوست هیوادونه دي چې د افغانستان په بیا رغونه او سوله کې یې هڅې کړي او افغان حکومت هیله لري څو چین او استرالیا افغانستان کې همکارۍ جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې چین افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو پر جنګي جنایتونو غبرګون ښودلی.
✒: نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي،ولسمشر او هغه ته نږدې کسان د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
نیویارک ټایمز وایي، سره له دې چې په قطر کې د سولې په مذاکراتو کې یو لړ پرمختګونه رامنځ ته شوي،خو ولسمشر غني لاهم له دې پرمختګ انکار کوي او پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.
نیویارک ټایمز وایي،که څه هم د سولې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی بنبست د روانې میاشتې په لومړیو کې مات شوی،خو حکومت بیاهم له دې پرمختګ انکار کاوه، هغه موضوع چې بلاخره طالبان یې اړ کړل،څو په دې اړه وضاحت ورکړي.
یاده رسنۍ وایي، ښایي اشرف غني غواړي دغه پروسه ترهغو وځنډوي، څو په امریکا کې واک له اوسني ولسمشر ډونالډ ترمپ څخه منتخب ولسمشر جوبایډن ته ولیږدول شي.
✒: ملي دفاع وزارت وایي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټربم برید طراح یې وژلی دی.
ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي ،چې د( حمزه وزیرستاني) په نوم دغه قوماندان تیره شپه له ۷ وسله والو سره یوځای وژل شوی دی.
دفاع وزارت وایي، نوموړی دغزني ولایت په ګیرو ولسوال کې د هوایي برید پرمهال وژل شوی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد بیا یاده موضوع د دې ټویټ په خپرولو سره ردوي:
سپیناوی:
د غزني ګیرو ولسوالۍ په علي شیرخیلو سیمه کې د ۸ تنو مجاهدینو د شهادت پروپاګند حقیقت نلري.
زموږ اړوند هیڅ مجاهد هلته ندی شهید شوی.
دښمن چې د حمزه وزیریستاني په نوم عکس خپور کړی هم دروغ ده، د عکس خاوند کرامت خان نومیږي د پکتیکا په ګیان کې جهاد کوي، ژوندی، جوړ او روغ دی.
✒: کرونا ویروس؛ ۱۶ تنه مړه شوي او ۲۸۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
✒: رییس ارکان لوای سوم اردو در بادغیس در نتیجۀ بر خورد یک هاوان جان باخت.
✒: د هرات امنیتي مسوولین د دغه ولایت د اوبې ولسوالۍ امنیه قومندان، محمدرفیق الکوزي له ژوند بایللو خبر ورکوي.
د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولي زاده وايي چې د ښاغلي الکوزي موټر نن سهار د طالبانو له کمین سره مخامخ شو. هغه زیاتوي چې برید کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
✒: وزارت خارجه افغانستان ترور محسن فخریزاده، دانشمند هستهیی ایران را نکوهش و با خانواده، مردم و دولت ایران ابراز همدردی کرد.
محسن فخریزاده، چند روز پیش در نزدیک تهران ترور شد. ایران، اسراییل را عامل ترور این دانشمند هستهیی میداند.
✒: افغان توکمې امریکايۍ، اسما رحیمیار د اکسفورډ پوهنتون معتبره تحصلي "رودز" بورسیه خپله کړه.
نوموړې د امریکا سویلي کانکتیکات ایالتي پوهتنون په استازېتوب دغې جایزې ته رسېدلي او د یاد پوهنتون په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو محصل یې "رودز" بورسیه خپلوي.
✒: د کابل پولیس د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د کابل ښار اوومې حوزې، پل حسن سیمه کې پر یوه رنجر موټر د ماین چاودنه شوې ده.
د خبرپاڼې په وینا، پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
✒: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره،د نیویارک ټایمز هغه راپور چې ویلي یې دي ولسمشر غني د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي له حقیقته لرې بللی.خبرپاڼه کاږي،ولسمشر هیڅکله د سولې مخالف نه دی او په هېواد کې به د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
✒: د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي غړي وایي بین الافغاني مذاکرات نوي پړاو ته دننه شوي دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي دا ګنګوسې ناسمې دي چې ګواکي بین الافغاني مذاکرات له خنډونو سره مخ دي.
✒: وزیر خارجه اوکراین: تنها راه حل در شبهجزیره کریمه پایان اشغالگری روسیه است.
✒: چهارمین دور مذاکرات بین اسرائيل و لبنان بر سر موضوع حل اختلاف مرزهای دریایی دو کشور به تعویق افتاد.
به گزارش شبکه تلویزیونی «KAN» اسرائیل، قرار بود این مذاکرات که تحت نظارت سازمان ملل متحد برگزار میشود، روز چهارشنبه انجام شود اما به تعویق افتاده است.
در این گزارش درباره علت تعویق مذاکرات اطلاعاتی ارائه نشده است. همچنین در این گزارش اشاره شده که مذاکرات بین اسرائیل و لبنان برای حل اختلافات در تعیین مرزهای دریایی دو کشور از اکتبر گذشته تاکنون ادامه دارد و نخستین بار است که به تعویق میافتد.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران سپاه پاسداران ځواک له ایرانه بهر د خپل نفوذ پراختیا لپاره افغان او پاکستاني وسله وال ګوماري.
✒: د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي چې د غزې تړانګې محاصره باید پای ته ورسول شي. مادورو له فلسطین سره د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی د فلسطینیانو زړورتیا او د ازادۍ په موخه د دغه نه ماتېدونکي ملت مبارزه ستایي او ملاتړ ته یې دوام ورکوي.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د سپینې ماڼۍ د ارتباطاتو ټیم معرفي او جین ساکي یې د خپلې ویاندې په توګه ټاکلې ده. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې جو بایډن د سپینې ماڼۍ د ارتباطاتو لپاره خپله اووه کسیزه ډله معرفي کړې چې ټول غړي یې ښځینه دي.
