د مرحوم استاد يونس کورنۍ سره ژمنی مرسته
تېره ورځ زمونږ دخدماتو همکارانو د مرحوم استاد یونس کورنی ته
د محترم داکترصاحب ح. کریم او دخدماتو دفتر میاشتنی مرسته مجموعه 15000 - افغانی ورسولی.
یقینا دا مرستی کمې دي خو د خپلو شهیدانو کورنیو ته ورتگ دا د مرستو څخه هم ډیر زیات مهم مسئولیت دی چی باید ادا شي.
الحمدلله د مجاهدینو تولو مخلصین پدی خواخوږی او همدردی کې فعال دی هغه که افغانستان کی او یا بهر دی.
د مرحوم استاد یونس سره دیوی خاطری یاد:.
استادیونس دیرباجرات او مودب او په اسلام مین انسان وو.
لمړی ځل 2009 کال د یوی مشاعری دباندی شمشتو کی زما او استاد یونس ترمینځ یوه فیزیکی شخړه دعدم تفاهم په ترڅ کی مینځته راغله.
بیا نیم ساعت وروسته دمینځگرو په وساطت جوړه اوشوه . بیا ملگری متقابل احترام زیات شو.
* بیا یوکال وروسته استادیونس دیوی ستری کارنامی په ترڅ کی بندی شو.
یو وخت یی دزندان څخه احوال راولیږه چی ماته یو لاسی ساعت راولیږه .
* تقریبا دڅلور پنځه کاله زندان تیرولو وروسته ازاد شو.
* بیا یی. نصرت مینه کی دځوانانو دتربیی او امنیتی مسولیت ورته اوسپارل شو.
* دسولی توافقتنامی وروسته کابل ته راغی او مرکزی دفترکی بیا داستادی او امنیتی مسولیت کی وظیفه ورته اوسپارل شوه.
* مرحوم استاد داقتصادی ستونزوسره ، بیاهم هیچ چاته نه تمه کوله اونه څوک ورباندی پوهیده. دیرمخلص او دروند وروراو مسلکی شخصیت وو.
* دمحترم مشر دکاپیسا انتخاباتی جلسی امنیتی چارولپاره د مجاهدینو سره روان وو چی یوناڅاپه د زړه حمله ورباندی راغله یو ورځ بعد روح یی خپل حقیقی رب ته اوسپاره.
په جدایی تول دوستان او مجاهدین دیرزیات خفه شول.
* د استاد مرحوم پنځه کوچنی ماشومان پاتی دی چی مشریی تقریبا اته کلن دی.
* الله پاک دی مونږته توفیق راکړی چی خپل فداکار په اسلام او هیواد مین ورونه هیر نه کړو.
په احترام
