د ژمي په را رسیدو د خپلو بیوزلو شهیدانو کورنی سره مرسته
زمونږ همکار د لغمان ولایت د حزب اسلامي یو مجاهد او د ملي اردو واقعي قهرمان شهید محمد عظیم کور ته ورغلی او د یو ورور 45 زره روپی مرسته ورسوله.
څو کاله مخکې شهید عظیم خان د خپل هېواد او هېوادوالو په دفاع کې د هغې وروسته چې خپل ټوپک سره اته یرغلگر امریکایی عسکر وویشتل د امریکایانو لخوا په شهادت ورسید.
د شهید عظیم خان درې ماشومان یتیمان پاتې دي.
الحمدلله زمونږد یو بااحساس ورور لخوا د دوه کاله راهیسی میاشتنی 8 زره افغانی مرسته ورسره کیږي.
الله پاک دې مونږته توفیق راکړي چې د خپلو هغو شهیدانو چی د یرغلگرو بهرني ځواکونو په وړاندې د اسلام په دفاع او د هېواد په آزادی کې قربانی ورکړی دی، د هغوی یاد او قدر وکړو.
خدمات ریاست
په احترام
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
