محقق او محدث سوريايي عالم شيخ محمود احمد صالح ميرة د اجل داعي ته لبيک وويل
إنا لله وإنا إليه راجعون
د استاذانو استاذ محدث او محقق سوريايي عالم شيخ محمود أحمد صالح ميرة، نن په رياض ښار کې د 92 کلونو په عمر وفات شو، شيخ محمود ميرة د هغو ډېر شمېر علماو له ډلې و چې د سوريې د طائفي ولسمشر حافظ الأسد له ظلمه يې هيواد پريښی وی، د 21 کلونو لپاره د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون کې استاذ و، بيا يې د رياض په امام پوهنتون کې د تدريس دنده پر مخ وړله، ګڼ شمېر حديثي تصنيفات او تحقيقات لري، له اوږدو کلونو راهيسې يې د امام حاکم په مستدرک (المستدرک علی الصحيحين) کار کاوه، نه پوهېږم چې پوره کړی به يې وي او که نه؟ دغه کتاب مهم حديثي کتاب دی، او علمي خدمت ته یې اړتيا وه، 15 کاله مخکې چې مو کله د ماسترۍ لپاره موضوع ټاکله، نو يو غوراوی دا و چې په دغه کتاب کار وکړو، بيا خبر شو چې شيخ محمود ميره ورباندې کار کوي، هيله ده چې کار پرې ختم شوی وي، او د چاپ لپاره چمتو شوی وي، روح يې ښاد، جنت الفردوس يې ځای او يادونه يې تلپاتې. سراج الحق هاشم.
