د حزب اسلامي درې بنديان له پلچرخي زندان څخه آزاد او په ډير خواشينی سره يو بندي د محمد نذير په نوم ومړ
پرون ماښام 3 بندیان د پلچرخي زندان څخه ازاد شوه او په ډير خواشينی سره يو بندي د محمد نذير په نوم ومړ.
ترماښامه دفتر کی وو د هغه فامیل سره تماس کی وو، د مرگ علت یی نامعلوم او ناڅاپی وو خو درې خبری راورسیدلی:
الف- د ډیر خوښی یې زړه وچودیده مړشو.
ب-د څلور بندیانو کی نوم وو خو د ازادیو لیست کی د 3 بندیانو نوم وو او د نذیر نوم نه وو د ډیره خفگان یی زړه ودریده ومړ.
ج- د بندی دوسیه خطرناکه وه ورته توطیه جوړه شوه مړ یی کړ.
خو دا ج خبر نه پوهیږم چی څومره دقیق دی؟ متأسفانه داسې مفسد حکومت دی چې هر کار پکې ممکن وي.
بندی نوم – نذیر د لغمان اوسیدونکی.
د کمونیستانو او شوروي یرغلگرو ځواکونو په وړاندې د حزب اسلامي یو تکړه قومندان او راکټچي وو.
17 کاله قید ور باندی وو 4 کاله یی تیر کړی وو.
دا بندی زمونږ د همکار له خپلوانو څخه وو.
- زمونږ د اخري لیست بندیانو څخه تقريباً 5 بندیان ننگرهار کې پاتی وو نور ازاد شوی وو.
دا 5 بندیان ننگرهار په زندان کی وو چې باید 6 میاشت مخکې ازاد شوی وای، خو د حکومت د ناراستی په خاطر پاتی وو
د آزادیدلو فرمان یی صادر شوی وو .
په همغو ورځو کی د ننگرهار محبس باندی حمله وشوه، د هغې وروسته دا زمونږ 5 بندیان کابل ته، یو بندي د مجاهد په نوم بگرام زندان ته باقي 4 بندیان پلچرخی محبس ته انتقال شول.
او نن چی ازادیده ومړ.
هغه دری نور بندیان ازاد شوی دفتر کی دی.
دا 5 واړه بندیان د ننگرهار، لغمان او نورستان دی.
شهید نذیر جسد اوس طب عدلی کې دی.
ستاسو د معلوماتو لپاره :
اوس د حزب اسلامي د کمیسون رئیس محترم جنرال جلیل ارغندابی دی او د حزب اسلامي د بندیانو مسئول محترم لطیف الله صادق دی.
په احترام
