د مطبوعاتو تنده لا همغسې ده چي وه
د مطبوعاتو تنده لا همغسې ده چي وه – آزاد بحث / څلورمه برخه
د افغانستان مطبوعات له شلو کلونو د مخه په تصویري بڼه بیخي د نشت په حساب و خاصتآ د بیان د ازادۍ لپاره خو هیڅ نه و د کابل تلویزون له مجاهدینو د مخه په ډیر ساده ډول ځینې لویو ښارونو کې نشرات درلودل خو هیواد شمول نه و ځکه چي فریکانسي او سیګنال هغه وړتیا نه درلوده لکه کومه چي اړتیا وه او بل اوخ ته د افغانستان کې د برینښنا د نه شتون ستونزه بله مسله وه د دولت نشراتو یوه ستونزه دا وه چي هغوي عملآ محاهدینو سره په جګړه کې ښکیل و مجبورآ يې د نشراتو زیاته برخه یو اړخیزه ، ګوندیزه او تبلیغاتو ته ځانګړې کړې وه ځینې سریالونه، اعلانات، فلمونه، کارتونونه نشرول يې د لیدونکو لپاره زړه پورې و خو د افغانستان د ولس د اکثریت لپاره نه يکې څه و او نه ملت ترې خبریدو ځکه چي تر ۸ میلونو وګړي مهاجر وو او د کور د ننه بله ستونزه دا وه چي نه بریښنا وه، نه سیګنال، نه مجاهدینو د تلویزون شوق درلود نه ولس له تلویزون سره اشنا و .
د استاد ربانی دور کې د کابل تلویزون بل رنګ درلود نشرات یې د ښار د اوسیدونکو لپاره جالب نه و نشرات لا محدود شول د بریښنا د نه شتون ستونزه لا زیاته شوه تلویزون څنګه چي پخوا د یوفکر او فرکسون په فکر چورلیدو دا ځل مکمل جمعیتي شو ، جنګي شو د څو کسانو په صفاتو راچورلیدو پښتو ژبه تر صفر اندزې راټیټه شوه د ولس لپاره برنامې نه وې داسې ګوندیز شو چي د نجیب الله د وخت تلویزون ډیر پرې ولسي و.
حزب اسلامي چاراسیاب او لوګر کې د پیام ازادۍ په نوم تلویزون فعال کړ ستیشن يې سیار و د موتر په ذریعه له حالاتو سره سم یوځای او بل ځاي بدلیدو ترڅو د استاد ربانی د حکومت له بریدونو خوندي شي د حزب د تلویزون نشرات په پښتو او دري و د ژبو انډول مراعت و د ماښام او ماسخوتن ترمنځ یې څو ساعته خپرونې درلودې نشرات یې د دولت ضد تبلیغات، د خپل امیر مرکې او ملاقاتونه ، دیني خپرونې ، خبرونه ، او کارټوني فلمونه وو. پیام ازادۍ تلویزون نه تجارتی اعلانات درلود، نه سریالونه نه فلمونه، نه د ولسي خلکو د ذوق لپاره کوم څه د کابل تلویزون سره همدومره توپیر وو چي هلته انجونه او میرمنې هم پکې ښکاریدې خو د چاراسیاب تلویزون کې نه ښکاریدې د کابل تلویزون ۹۰٪ خپرونې په دري ژبه وې او د چاراسیاب خپرونې په دواړو ژبو خو د دري په نسبت پښتو زیاته وه دلیل دا ویلی شو چي حزب اسلامي کې د قوم او ژبې مسله مطرح نه وه حزب کې پښتانه او تاجکان دواړه د یو او بل په ژبو بلد دي خو جمعیت کې خپله رهبر او د اجرایه شورا غړي په پښتو بلد نه و نه یې لیک کولاي شو نه لوست البته اوس یې حزب اسلامي کې هم لږ ریښې کړي دي .
د روسانو د اشغال دوران کې د کمونست رژیم په پرتله مجاهدینو فرهنګي او کلتوري برخه کې ډیر کار وکړ په سلګونو چاپي نشرات(اخبار او مجله) هفته وارې، میاشتنۍ او... چاپیدې افغانستان، ګاونډی ملکونه، عربی نړۍ او ټوله اروپا او غرب يې پوښلي وو خوتصویري مطبوعات یې نه درلود البته غږیز مطبوعات فکر کوم تنها د حزب اسلامي یوه د کم واټن رادیو وه هغه هم له روسانواو د کابل له کمونست رژیم له غنيمت شوو مخابیروی وسایلو نه جوړه شوې وه لومړی خپرونې له کنړ پیل کړې وې. د طالبانو حکومت کې هم تصویري مطبوعات نه و البته وس او وسایل و خو د امارت اسلامي مشرانو نه غوښتل چي تلویزون فعال کړي دوي موقتي تقوا کوله یا یې فکر کولو زموږ له شعار سره په تضاد کې ده دا یې ستره اشتباه وه په عامو طالبانو او ولس دا بندیز و خو برعکس ملا متوکل او د رهبرۍ شورا ځینوغړو په کابل او کندهار کې ډیش انتن درلود او په پاکستان او بهر ملکونو کې بیا هر طالب د تلویزون لیدلو نه مخ نه اړاو د طالبانو حکومت له سقوط وروسته د امریکاي اشغال له دوران شروع تر نن بیا نو طالبان له هرچا زیات فلمونه نشروي، انځورونه اخلي، جنګي سانحې ثبتوي ، تلویزونونو سره مرکې کوي نیمه لوڅه انجونو خبریالانو ته مخامخ ناست وي چی وس لري ټول تصویري مطبوعات کورنو کې تعقیبوي زه د طالبانو همدا بدلون تایدوم پخوا هم اړتیا وه اوس هم ده اینده کې هم شته .
تیرو شلو کلونو کې افغانستان د تصویري مطبوعاتو برخه کې بیساری پرمختګ کړی په لسګونو تلویزوني خپرونې او ستیشنونه لرو په لسګونو رادیوګانې لرو ځینې موثرې ځینې لچرې ځینې کلتوري او ځینې بې کلتوره ځینې د ملي، دیني او کلتوري ارزښتونو یو څه خیال ساتي ځینې بیا کاملآ د پردي کلتور لپاره کار کوي د بیان ازادي هیڅ ملی حدود نلري لکه جګړه هر څه تباه کوي دلیلونه ډیر کیدای شي خو ځینې دادي:
ریاست جمهوري، کابینه، ملی امنیت شورا، د کلتور وزارت د پردیو له جاسوسانو ډک، له افغاني کلتور نااشنا، بهرني تابعیتونه، بهرنۍ ښځې ، بهرني میړونه، په بهرنیو یې لورانې او خویندې واده له بهرنیو سره یې د زامنو ودونه ، فساد اخلاقي ، مالي فساد، کمونستان، سیکولران، د سفارتونو جاسوسان حاکم دي دا بدمرغه لړۍ به دوام کوي ترڅو یا ددې فاسد حکومت تنه غوڅه نه وي، یا حکومت کې نیک با کلتوره خلک شریک نشي او یا د طالبانو د تحریک او دولت ترمنځ بین الافغاني روغه نه وي شوي لدې حالتونو روسته موږ باید یوه تمه ولرو غیر له دې حکومت او جعلي مپکر د معنوي پانګې د چور لپاره راغلی.
دا څو ورځې کیږي اورو حزب اسلامي تلویزون جوړ کړی او ژر به نشرات پیل کړي خو دا لا مالومه نده چي په کوم نوم به وي مګر اوسني حالت کې افغانستان همداسې یو تلویزون ته اړتیا لري هیله ده چي دا تشه ډکه شي البته د تصویر د لیږد صفاي یو تلویزون ته ډیره مهمه ده هسې نه چي د خبریال سترګې او مخ سم نه لیدل کیږي او غږ يې وي.
خو سر له اوسه د یو افغان په صفت مي حزبیانو ته مشوره ده چي د تلویزون نوم باید پښتو انتخاب شي بیا نشراتو کې د ژبو انډول وساتئ تلویزون مو باید راډیکال نه وي پراخه ملی ټټر ولري او د حقایقو هنداره وي زیات ګوندیز نه وي د ولس لپاره جالبې برنامې ولري د کلیو د خلکو ستونزې رسنیزې کړي، باعزت تاریخي سریالونه او فلمونه نشر کړي بازار او کلیو کې له خلکو واوری او تر چارواکو ورسوي د دولت خلاف د قوي عادلانه اپوزیسون سکرین واوسي ، ګردي میزونو کې یوازې د دولت ضد کړۍ رادعوت نکړي ، ژوندۍ دینه خپرونې ولری د خلکو پوښتنو ته جوابونه ورکي په ډیرو ژبو خبرونه ولري او له ټنګټکور هم ډیر پرهیز مکوئ کله کله رباب منګی ښه وي زه د کلیوالې موسیقۍ شوق لرم.
