کمال اتاتورک وپیژنئ!
لیکوال: مولانا فرقاني
* په 1924م کی یی اسلامي خلافت ړنګ کړ.
* په 1926م کی یی اسلامي شریعت مکمل لغوه کړ.
* د ښځی او سړي تر منځ یی میراث مساوي کړ.
* ترکان یی د حج او عمری نه منع کړل.
* په مکتبونو کی یی عربي ژبه منع کړه.
* په جوماتونو کی یی اذان منع کړ.
* په ترکیه کی یی په ښځو حجاب منع کړ.
* د خپل نوم نه یی د مصطفی کلمه لیری کړه.
* د وړوکي او غټ اختر لمانځل یی لغوه کړل.
* د جمعی ورځی پر ځای یی د یکشنبی ورځ رخصت کړ.
* د خپلی ژبی نه یی عربي توري وویستل.
* د منصب د لوړی په وخت د الله د نوم پر ځای به په شرف ( ناموس - عزت ) قسم کیږي.
* په سوونو هغه علماء یی اعدام کړل چه دده تګلاره یی نه منله.
* د خپل مرګ نه مخکی یی وصیت وکړ چه د مسلمانانو غوندی جنازه به پری نه کیږي.
* اتاتورک ترکي پارلمان ته په 1923م کی وویل چه : مونږ په شلمه پیړۍ کی یو او د صناعت ( ترقۍ ) دور کی یو نو نشو کولای چه داسی کتاب پسی روان شو چه د انځر او ښونه خبری کوي یعنی قرآن کریم
نو الله تعالی د بدن په داسی دانو هلاک کړ چه بدن یی ورله وخواړه ، او دده د هلاکت نه وروسته ډاکترانو دده د مرض علاج کشف کړ چه هغه د انځر دونی د پوستکي نه جوړیده
یعنی کوم شي پوری چه اتاتورک خندا کوله او دهغی په وجه یی قران ته سپک کتل چه د انځر ونه وه او سورت ( والتین والزیتون ... ) کی ذکر ده دهمدغی ونی په پوستکي کی دده د مرض علاج ؤ،
>>>الله تعالي ویلی دي : " فَأَهْلَكْنَا أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَىٰ مَثَلُ الأولين" نو هلاک کړل مونږ سخت ددوﺉ نه په رانیولو کی او تیری شوي دي نمونی ( د عذابونو ) د پخوانو ( کافرو )
که موولوستل نوجدا دالله ج لپاره یوه جمله ورته ولیکی،
