په والله لومړى ځل دى چى له مجبوريته دا انځور پورته کوم !!
قاضي محمد نذير حکيم
آزادي يعني د پښتنو حقوق ـ پدى نه تر لاسه کيږي چې چاته خوله واچوې هغه ، هم داسې چا ته چي ستاسي پښنو او پښتونوالې يى تل مرهونه ده !
آزادي دښځواو نرانو په اختلاطي مظاهرو نه ترلاسه کیږي !
تاسې به تل غلام پاتې کېږۍ ، ځکه چې تاسې دپنجاب عسکري کوۍ ، او دهغوی سلطه مو منلې ، او ان ملکي او نظامي وظیفې پکې اجرا کوۍ ، پارلمان ته یې ورځئ او مشروعیت مو ورکړی !
خیبر او نورې افغاني سیمي چي ددوی دي، له افغانستان سره مو خیانت کړی، افغانستان مو نه بخښي، تاسې دپنجاب معاش اخلۍ او په معاش یې دال خوري !
کله چې روسې په افغانستان حمله وکړه ، ستاسي پلرونو ورته په طورخم کې چکچکې وهلې ، او سره بیرغونه يې ورته رپول ، مګر ګلبدين حکمتيار صيب ورته داسې غاښونه ورمات کړل ، چې اوس یې هم له درده خوب نشي کولای !
کله چى آمريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ ـ همدا تاسې د خپلو پلرونو په پل قدم کيښود ـ همدا تاسى ـ ( د سب سى پهلى پاکستان ) شعارونه په خپلو مظاهرو کى زمزمه کول ـ تر څو د آمريکايانو فشار له ځانه لرې کړې ـ ټول فشار پر مظلومو افغانانو واچوي ـ او همدا ستر خيانت مو وکړل !
د کراچي بحرې او د جيکپ آباد ـ غوندې سترى آډي مو آمريکايې ځواکوانو ته وسپارلې ـ هغوى لدى آډو نه افغانستان باندى ستره کربلا راوسته !
مګر تاسي هغه وخت د افغانستان بچاو پر ځاى پاکستان بچاو ـ شعارونو پورته کړل !
کاش ؟؟؟؟ تاسو کې د نومياليو پښتنو زرمه حصه غیرت وايي ، نو تاسې به خامخا د پنجاب د آسارت نه ځانونه خلاص کړى واې ـ خو ستاسي غيرت اوس همدا ستاسې انځورونه په ګوته کوي !!!
#بي ننګي مو تل په برخه شه چى د خپلو محسنو پښتنو بي عزتي او سپکاوي کوي #
