امريکايي رسنۍ: ټرمپ به پدې اونۍ کي د افغانستان په اړه ستر اعلان وکړي
ویل کېږي چي جنرال میلر او خلیلزاد د سلا مشورو لپاره په واشنګټن کي دي.
د امریکا جنګي ماشین سخت وارخطا دی.
د امریکا جنګ طلبه اخبار، وال سټریټ ژورنال، پخپلي تازه سرمقالې کي له ټرمپه د جنګ د دوام خواست کوي.
دامریکا ددفاع سرپرست وزیر،کریسټوفر میلر،په افغانستان کي ګردو امریکايي عسکروته یو یادداشت (میمو) استولی دی.هغه لیکي:
«دجنګونو ختمول سازش اوملګرتیا ته اړتیا لري.موږ لدې ستونزي سره پوره ډغري وهلي دي.موږ خپل ګرده کوښښ وکړ.نولهذا،اوس ددې وخت رارسېدلی دی چي خپلو کورونو ته راستانه سو.»
کریسټوفر میلر لیکي: ټوله جنګونه باید ختم سي. دا یو اوږد جنګ وو، او موږ زیاتي قربانۍ ورکړيدي. زما په شمول زیاتره خلګ لدې جنګه ستومانه سويدي. موږ د ابدي جنګونو شوقیان نه یو. دایمي جنګونه زموږ د فطرت سره مغایرت لري. ابدي جنګونه زموږ د اسلافو د عقیدې خلاف دي.»
