د مؤقت حکومت ګنګوسی!
خالد ځدراڼ
احمد شاه دراني ته په ټولنیزو رسنیو کې د مؤقت حکومت د سپارلو ګانګوسی خپرې دي، چې دا هیڅ حقیقت نلري، احمد شاه دراني دغه ګانګوسی د خپل جېب د ډکولو په خاطر ګډې کړي، ځینو کسانو د نوموړي په اړه لیکلي چې احمدشاه دراني په لوړه کچه رابطه نلري، یعنې فقط د خلیلزاد د یو نېږدې ملګري سره رابطه کې دی چې دا هم خام مواد دي.
زما د معلوماتو مطابق احمد شاه درانی چې د رحمت الله نبیل او عطا نور نږدې کس دی او د دوی سره برحاله اړیکې لري، عطا په دوبۍ کې ورسره په کاروبار کې هم یو څه شراکت لري. نوموړۍ دوبۍ کې کور لري لوی کاروبار یې په قاچاقي ډول د پیسو لیږد دی، دراني چې د ځان ښودنې شوقي دی په ۲۰۱۹ کال کې چې کله د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل دوبۍ ته سفر وکړ هغه وخت یې د احمد شاه دراني سره په خپل کور کې ولیدل او نبیل یې د یو ملیون افغانیو په زور دې ته مجبور کړ چې احمد شاه دراني اېرک پرینس ته شرجې ته ورولي او ارېک امریکایانو ته ووایی چې که چرته هم افغانستان کې د مؤقتي حکومت امکان وو نو باید دغه مشرتوب احمد شاه دراني ته وسپارلی شي، ځکه هغه له مخالف طرف یعنې طا لبانو سره هم قوي رابطه لري.
نبیل همدغه شان وکړل! احمد شاه درانی ته یې نیکټایی ورتر غاړې کړه او شرجه کې یې د بلېک واټر مشر اېرک پرنس ته وروستلو او اېرک ته یې د پاس تیر شوي دستان په څېر ورمعریفي کړ.
خو تر هغې ورسته احمد شاه دراني سره بیا د اېرک پرنس ونه لیدل، اوس فقط د اېرک د یو سکرتر سره برحاله رابطه لري.
ددې سربیره یې تیر شوي لنډ وخت کې د خلیلزاد او صلاح الدین رباني په شمول د افغانستان د بیلابیلو سیاسونو سره ناستې شوي او ددغو ناستو لپاره یی د دوبۍ په یو هوټل کې ۲۰ کمرې نیولي چې دا ناستې لا هم دوام پکې لري...
مؤقت حکومت
ډیرۍ نظرونه د افغانستان د مسئلی حل مؤقت حکومت ښایي ځکه طا لبان د جنګ علت غني یادوي او ارګ کې د غني په واکمنۍ کې اوربند یو خوب او خیال دی، د مؤقت حکومت په رامینځته کولو د اوربند مسئله شاید حل شي. خو احمد شاه دراني د مؤقت حکومت لپاره وړ کس ندی ځکه هغه په چور او تلان رالوی شوی چې د افغانستان پاتې شتمني به ډیره ژر لوټ کړي.
