No-IMG

په غرب کې د وینو سیلاب خو په ارګ بیا د وي آی پي (VIP) کیسه!!

سمندر خان افغان

 

که څه هم د امریکائي او طالبانو ترمنځ د سولې معاهده لاسلیک شویده او طالبانو خپله ټوله اماده ګي د سولې د ټیګښت لپاره ښودلې خو په ارګ کې د قدرت وږي او لیونیان بیا د جګړې په اور تیل پاشي او تازه کوي یې؛ که هره ورځ په سلګونو او زرګونو افغانان و وژل شي د نظام واکداران ورباندې غوږ هم نه ښوروي ځکه د دوی د واک او قدرت بقا خوندي ده؛ د دوی لومړۍ او اخیري هدف همدا دئ حتی که ټول افغانان هم په یوه ورځ قتل عام شي خو چي دوی خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي ترڅو ښه په آرامۍ سره خپلې غلاوې او فحشاوې ترسره کړي.

په مکرره توګه یې سرې کرښې وکاږلې خو بیا ژیړې شي:

ویل یې بندیان نه خوشې کوو ځکه موږ ورسره کوم تړون نده لاسلیک کړی خو کله چي تر درې زرو زیات عسکر تلف شول او بیا یې بادر ورته فرمان صادر کړ چي آزاد یې کړه؛ نو ټول یې پرته لدې چي شاته خپلو ژیړو شویو کرښو ته مخ ور واړوي آزاد یې کړل.

آخیري محدود شمېر مهمو زندانیانو ته یې بیا سرې کرښې کش کړې چي دا نه خوشي کوو خو کله چي فرمان ورته صادر شو سرې کرښې ژیړې او پخپله یې طیاره کې ور سپاره کړل پاسپورټونه یې هم ور جوړ کړل.

د قدرت لیونیانو ته یې چي کله په قطر کي غوږونه ور تاو کړل چي نور مو وخت ختم دئ او بیستره مو ټولوۍ نو جنګ ته یې زور ورکړ؛ په خوب کي هم جمهوریت جمهوریت چیغي وهي. طالبان آن د کابل ښار د ارګ شاوخوا ته رسیدلي او دننه په ښار کې هره شپه ګزمې کوي، د پلازمینې کابل په ولسوالیو کي طالبان عملاً خپل فعالیتونه ترسره کوي خو د جمهوریت تش په نوم دلالان، د قدرت لیونیان بیا د سمنټي دیوالونو تر شا پټ دي کله سرې کرښې کاږي، کله ژیړې او کله هم د جګړې شعارونه ورکوي.

یو څوک چي ځانته نظام وایي او د جمهوریت دعوا کوي خو بیا دومره توان نلري چي حد اقل د پلازمینې امنیت خوندي کړي؛ همدا نن مازدیګر د پلازمینې کابل په غرب کي یو ښوونیز مرکز ته څیرمه چاودنه وشوه چي په پایله کې یې ګڼ شمېر زده کوونکي په شهادت ورسیدل او یو تعداد نور یې ټپیان شول کتابونه، کتابچې، قلمونه او بیکونه یې په سرو وینو لت پت ورنه پاتې شول خو په ارګ کي بیا یو څو بې احساسه او نا افغانان پدې مصروف ول چي په هوایي ډګر کي څوک د (VIP) له لارې او څوک د (VVIP) له لارې تګ او راتګ کولی شي؟

اصلاً اړتیا څه وه دې کار ته؟ هدف مو څه وو لدې کاره؟ آیا عامو خلکو لدې لارې ګټه اخیسته چي دې کار ته اړ شوۍ؟ آیا په هوایي ډګر کي د ادارې یا د مسئولو چارواکو په نوم څوک نه شته چي دا کارونه تنظیم کړي؟

د کوم معیار له مخې مو دا لیستونه تنظیم کړي؟ آیا دا هېواد او دا نظام ستاسو د پلار نیکه شخصي میراث دئ چي خپلو پلویان باندې امتیازات و ویشۍ؟

معلم عطامحمد ته د کوم معیار له مخې امتیاز قائیل شوي یاست؟ عطا خو نه رهبر دئ، نه ولسمشر پاتې شوی، نه لومړی وزیر پاتې شوی او نه هم کوم مذهبي مشر که د والي توب خبره وي نو ده غوندې په لس ګونو والیان ګرځي حتی تر ده پوه، پاک او محترم شخصیتونه دي خو خبره دا ده چي عطامحمد تر ټولو زیاته غلا او چور کړی او ستا د ټیم غړی دی ځکه ورته په درناوي ګورۍ.

اصل مسئله دا ده چي تاسو د دولت ساز ټیم غړي نه معیار پیژنۍ، نه ارزښتونه پیژنۍ، نه هېواد درته محترم دئ، نه دا ولس درته محترم دئ او نه هم اسلام؛ ستاسو معیارونه غلا، فحشا، فساد، غصب، د پردیو غلامي، هېواد پلورنه، ناموس پلورنه او عزت پلورنه بس نور هیڅ ندي.

إن شاءالله نور مو وخت پای ته رسیدلی؛ یوه ورځ به خامخا دا ولس له ستاسو غلو، فاسدو او جنګ غوښتونکو چارواکو څخه نجات مومي صالح او مومن اشخاص به د هېواد چارې په لاس کي اخلي او یو واقعي اسلامي نظامي به جوړیږي.

درنښت

د یو آزاد، آباد او سر لوړي افغانستان په هیله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک