No-IMG

راځی چې د میلاد النبی (ص) د رارسیدو په ویاړ سولي ته لبیک ووایو!

سیدعبدالله پاچا

 

تر هر څه د مخه د حضرت سرور کاينات ، فخر موجودات .، د مبارک میلاد د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او تېرو بیاد د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وایم .

د ربیع الاول (۱۲) مه چې د اسلام ستر لارښود حضرا محمد مصطفی (ص) د زوګړي او له دي فانې نړۍ څخه د رحلت ورځ ده . د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هیوادونو کی د مسلمانانو له خوا لمانځل کیږی او د آن حضرت د زیږیدونه له امله خوشحالي کوی ، صدقې ورکوي ، خیراتونه ورکوي ، په جوماتونو او اسلامی مرکزونو کې غونډې جوړوي ، مجلسونه جوړي او د الله د رسول محمد (ص) د هر اړخیز ستر شخصیت په اړه خبرې کوی ، مقالي لولي ، بحثونه کوي او د هغه ستر پیغمبر سیرت بیانوی .

حضرت رسول اکرم په داسې زمانه کی دنیا ته راغی چی دنیا د ظلم او وحشت په تیارو کی ډوبه وه ، د عربستان په شبه جزیره کی ناداني دومره زیاته وه چی نجونې به یي ژوندۍ خښولې او د کار او تعلیم او نورو انساني حقونو د منلو خو سوال نه پیدا کیده ...

رسوا الله مبارک د بې رحمی او جهالت په چاپیریال کې د اخوت ، محبت او عدالت ډیوې بلې کړې او د انسانیت د خپریده پیغام یې راوړ ، حضرت رسول اکرم نه یوازې د سولې په وخت کې ، بلکې د جګړي پرمهال به یې هم په هم په ښځو ، ماشومانو، بوډاګانو او ان په ونو او فصلونو باندې مهربان وو، او د هیر داسې جاویدانه ړڼا یې خپره کړه چی د رحمان بابا په قول چی وایې :

      که ړڼا ده پیروی د محمد ده ..................... کنه نشته په جهان بله ړڼا                                                                

موږ چې د داسې بی نظیر او لوړ شخصیت چی د هغه له برکته په ټولنه نرۍ کي ړنا خپره شوه ، د ظلم ، ستم ، بی عدالتی اوناخوالو ځای میني ، عدالت ، رحمت ، یووالي ، ورور ولی او ..... ونیوو د پیروي ویاړ لرو ، نو دا زمونږ ایماني وظیفه ده چی د هغه ستر میراث ته وفاداره واوسو ، د عدالت او اخوت لمن ټینګه ونیسو او په ټولنه کی د رحمت او عطوفت د ړڼا د څپرولو لپاره هڅه وکړو ، موږ د رسوال الله مبارک د پیروانو په حیث دښمني او عداوت شر بولو او په سوله او اخوت کی خیر وینو ، نو له همدې امله افغان مظلوم او کړیدل ولس د اسلام ستر پیامبر (ص) د مبارک میلاد په مناسبت یو ځل بیل له ټولو وسلوالو مخالفیونو څخه غواړي او غوشتنه لري چې نور دې له ورور وژني او دغې تحمیلی جګړی ته چی د نورو لخوا پر افغانانو تپل شوي لاس واخلي او هغه بین الافغانی مذاکرات او د سولی بهیر چې د حکومت لخواه دوي ته اعلان شوي ، لبیګ ووایي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي ، ځکه چی الله تعالی په څپل عظیم کتاب قرآنکریم کی فرمایلي ( والصح خیر ) یعني په سوله کی خیر دی .

په پای کی یو ځل بیا په وسلوالو مخالفینو دا غږ کوو چی ، ستاسو او د ملت او مسلمانانو خیر په دې کی نه دی چې وطنونه مو کنډواله شي او خلک مو در په دره او نورو ته محتاج پاتې شي ، بلکی بر عکس ، زموږ ټولو خیر د الهی احکامو په پلی کیدو او د رسول الله مبارک د لارې معنی د سولې ، و رحم او د اخوت د لارې پیروي کی دی ، نو راځی چې د الهی احکامو او د څپل ګران او خوږ پیامبر (ص) د لاری په تغقیبدو سره د دنیا او آخرت سعادت ځانته نصیب کړو .

په ګران افغانستان کی د یوې تلباتی سولې په هیله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک