هغو ملحدانو او سيكولرانو ته پیغام چه ټول ادیان په یوه تله تلی
عمر عماد
بی بی سی خبر ورکوی چه : ( پاپ د همجنسخوښو د قانوني ګډ ژوند ملاتړ وکړ . د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس وايي، همجنس خوښي خلک باید د ګډ ژوند او کورنۍ جوړولو اجازه ولري. نوموړي د شخصي پیوستون اصطلاح وکاروله چې د ازدواج نژدې ټول حقونه پکې راځي، خو د ازدواج رسمي نوم نه ورکول کېږي.)
د مسیحیانو د مشر له لوری لواطت او سحاق ته مذهبی اجازه ورکول ددی معنی لری چه هلته داسمانی دین په نامه عملا څه نشته دی ، بلکه مسیحیت د پاپاونو په لاس د لیکل شویو او جوړو شویو ویناوو ټولکه ده، چه کله یی خوښه شی بدلوی یی .
او دا هغه حقیقت دی چه قرآن مجید او نبوی احادیثو ځای ځای پری ټینګار کړی ، او مسلمانو علماوو یی همیشه یادونه کړی ده .
زمونږ په امت کی هم سیکولران ددین د تجدید په پلمه همداسی ارمان ، هیلی ، غوښتنی او وړاندیزونه لری چه په اسلام کی هم باید ورته عمل وشی ، شرعی احکام باید ترمیم او وتراشل شی او داسی بدل او برابر شی چه د نویو واقیعتونو سره اړخ ولګوی !
خو دوی پدی نه پوهیږی چه نه اسلام مسیحیت دی چه څوک دی پکی د ګوتو وهلو مطلق صلاحیت ولری ، او نه په اسلامی علماوو کی پاپان شته چه ځانونه د الله تعالی استازی اوبولی او خلکو ته د جنت ټکټ ورکړی ، او چه څنګه اوغواړی هسی په شرعی احکامو کی ګوتی اووهی .
په اسلام کی باور پر دی دی چه هغه ثابت او تل پاتی احکام به یی ( نه هغه احکام چه د وخت او ځای په بدلیدو د بدلیدلو قابلیت لری ) د فاسدو ټولونو د واقعیتونو سره د سمون په پار نه بدلیږی . بلکه ټولنی به اصلاح کیږی تر څو د الله تعالی احکامو ته غاړه کیږدی .
او که کله ناکله داسی کوم عالم سوء او یا ماجن او بی باکه مفتی راپیدا شوی وي او يا راپیدا شی ، نو حقاني علماوو همیشه رټلی او رټی به یی ، او په لوړ اواز یی غږ پری کړی ، او کوی به یی چه :
خبر دار !
دلته دم او قدم دواړه په حساب دی
ګوره یو قدم کښی نه ږدی بی حسابه
