خليلزاد د سولې لپاره له اشرف غني څخه د استغفی غوښتنه کړی
د صدام حسین یو نږدی ملگری او شاعر چی تل به یی دصدام حسین توصیف کی شعار جوړول
یوه ورځ یی صدام حسین ته وویل چی تا د عراق لپاره ډیره قربانی ورکړی ده یوه بله قربانی استعفاه ورکړه هغه وخت کی د سولې لپاره د ایران یو شرط وو، بیا صدام حسین یوه قیچی را وغوښته هغه شاعر ته یی وویل ژبه را وباسه سمدلاسه ژبه یې ورته پری کړله. (دعبدالله عزام دسوره التوبه تفسیر کتاب)
خلیلزاد ښاغلی اشرف غني ته ویلي دي د سولې لپاره قرباني ته ځان اماده کړه استعفا ورکړه!
وگورو اشرف غني د خلیل زاد مقابل کی څه کوي؟
تیره هفته د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه د شاغلی اشرف غني سره ملاقات درلوده.
د ملاقات وروسته ښاغلی اشرف غني وویل زه د ډاکتر نجیب اشتباه نه تکراروم.
معنی دا شوه چی باجوه هم د خلیلزاد غوښتنه تکرار کړې ده.
مسکا د ډاکتر نجیب لور د اشرف غني په څرگندونه په قهر شوی ده.
مطلب دا چې اشرف غني د ډاکتر نجیب مقام ته نشي رسیدای.
د طالبانو 3000 بندیان آزاد شو اوس د 2000 نورو بندیانو آزادۍ لړی روانه ده.
او ښاغلی اشرف غني محابسو ته ویلي دی د طالبانو بندیانو لپاره مزاحمت مه کوئ خوشې کوئ.!!
یعنې د امریکایانو امر شوی دی.
فکر نه کیږي چې طالبان حاضر شي د اشرف غني سره بین الافغاني مذاکرات وکړي.
طالبان هم د اشرف غني استعفا زمزمه کوي.
دا به اشرف غني او د هغه ملگرو أپاره لوی چلینج وي یا مرگ یا ارگ؟
د حزب اسلامي يوه نوی اعلاميه هم خپره شوي چې پکي د سولی لپاره ولسمشر استعفا ته هم باید اماده وي! بغیر لدې د سولې مذاکرات هدف ته نشي رسیدای.
پاکستان د کرونا په خاطر د طالبانو مدرسو تعلیمي ادارو ته د رخصتیدو وخت څو میاشت نور هم تمدید کړ.
تر څو طالبان افغانستان کې لا زیات پاتې شي.
د طالبانو جنگونه هم زیات شوی دي.
د پوتین خاص استازی کابلوف هم ښې مشورې ولسمشر ته وړاندې کړې دی، یوه پکې غیر مستقیم استعفا ده.
