پاکستان او د سيمې نورو هېوادونو ته د محترم حکمتيار سفر
- په سیاسي لحاظ په یو رسمي دعوت د حزب اسلامي امیر محترم مشر سفر او د پاکستان اولسمشر، صدراعظم، وزیرخارجه، د پارلمان رئيس، د اسلامي گوندونو مشرانو او نورو چارواکو سره ملاقاتونه، ستره لاسته راوړنه ده.
د منطقې سیاسي تحلیل گرانو باالخصوص د امریکا سفارت د څرگندونو دا د حزب اسلامی مشر د با تدبیره سیاست یو ستر کار دی چې د سولې پروسه کې ډیر گټور ثابتيدی شي.
داسې خبرونه هم اوریدل کیږی چې:
-دی وروسته بل سفر د قطر هیواد ته دی.
-د ترکیه حکومت لخوا هم د یو رسمي سفر برنامې کار روان دی.
- ممکن د چین او اندونیزیا .
دا ملکونه د افغانستان سولې ته زیات لیوالتیا لري.
پدی مهم او اساس پړاو کې د حزب اسلامي او د محترم امیر مخلصانه هڅې د هیواد لپاره او د ټول حزب اسلامي مجاهدینو او مشرانو ته د ښه زیری او مثبتو پایلو هیلې را پیدا کړي دي.
حزب اسلامي ټول یو تنظیم دی او مجاهدین او مشران یې د قدر وړ دي.
پدې اساس پړاو کی د ناکام اشرف غني، یا د بل ناکام او فاسد تر څنگ دریدلو په ځای د خپل معزز او مجاهد امیر ترڅنگ راټولیدل ضرور دی.
- بې معنی انتقاد، بې معنی شکایت، بې معنی هیلې او غوښتنی د هیڅ درد د پاره دوا ندی.
افغانستان هیواد لوی دی، حزب اسلامي لوی تنظیم دی پدی کی هر چا ته د خپل اندازه امکانات میسر دي.
خپل باغ ته د داخلیدو او وتلو د اجازې ضرورت نشته.
او نه د بل پذیرای او د جرگې په انتظار.
په احترام
