ویښ اوسئ د ښارو او کلیو ساتنه پخپله وکړئ!!!
فاروق آزاد
وايي کله چې انګريزان له پخواني هند څخه وشړل شول نو څۀ وخت وروسته به چې سهار مسلمانان جومات ته لاړل هلته به د خوګ غوښې پرتې وې او چې هندوان به مندر ته لاړل نو هلته به د غوايانو غوښې پرتې وې ، مسلمانانو او هندوانو د دې عملونو پړه يو پر بل اچوله او تر هغو په خپلو کې سره اخته وو تر څو سره بیل شول!
وروسته مالومه شوه چه دا کار د انګریزانو روزل شوو تلي څټو کولو¡!
دا خبره له تېرو څو میاشتو بیلا بیلو تخریبي پېښو را یاده شوه چې په افغانستان کښې ترسره شوی دي، کله مو علماء ترور کیږي يا په محراب کې بمو الوزول کیږي،کله مکتبونه په بمونو نړول کیږي،کله د سرک غاړې ماینونه پر عامو افغانانو چاودي او داسې نور...
او کله چې په مصر کې محمد مرسي واک ته ورسېد، دېته ورته فسادونه پیل شول، حتی د غلو په ګودامونو پسې اورونه واچول شول اخر یې نتیجه دا شوه چې پر واک د امریکې ګوډاګي السیسي قبضه وکړه...!*
#ویښ_اوسئ_د_ښارو_او_کلیو_ساتنه_پخپله_وکړئ!!!
چې #فکر مو وي!
