No-IMG

شاه شجاع څنګه شاه شجاع شو؟

داکتر يوسف سليم

 

پدې کې شک نشته چې شاه شجاع د افغانستان په تاریخ کې د وطن پلورنې او د ملک او خلکو سره د خیانت یو سمبول ګڼل کیږي. هغه د انګریزانو لښکري کابل ته راوستې او د هغوی په مرسته یې د افغانستان د شاهۍ تاج په سر کیښود.

د هغه په هکله دتاریخ د قضاوت د منلو سره، سره دا خبره هم د فکر وړ ده چې شاه شجاع څنګه شاه شجاع شو؟

شاه شجاع هم د تیمورشاه د نورو زامنو په شان د احمد شاه بابا یو لمسی ؤو. د تیمورشاه زامن دده له مرګه وروسته د  تاج او تخت په سر پخپلو کی سره ونښتل. پدې اخ و ډب کې شاه زمان چې د تیمورشاه له مرګه وروسته د پاچاهی په تخت ناست ؤو، له تخته راکوز او بیا ړوند کړی شو. شاه شجاع د شاه زمان سکنی ورور ؤو. هغه له کابله وتښتید، انګریزانو ته یی پناه ویوړه او وروسته بیا د انګریرانو په زور د کابل په تخت کښیناست، بندي او ړوند ورور یې له بنده خلاص او شاه محمود یې له کابله تیښتې ته مجبور کړ.

دلته دا هدف نه دی چې له شاشجاع نه دفاع وشي، بلکه هدف دا دی چې ولې داسې شرایط مساعد شي چې له یو کس نه شاه شجاع جوړ شي او بیا د غچ او انتقام په جذبه کې د بهرنیانو غلامۍ ته غاړه کیږدې او د پردیو د لښکرو په زور قدرت واخلي، خپل ورونه ووژني او وطنوال وځپي.

 په مونږ افغانانو کې د شاه شجاع جوړولو ډير توان او ظرفیت شته. مونږ د جبارینو او ظالمانو په شان نیونه او وژنه کوو، ړندول کوو، حلالول کوو، ورانول کوو.

له بلی خوا پدې ملک کې د غچ او انتقام جذبه هم ډيره قوي ده او انتقام هم د افراط تر حده او حتی د پردیو په مټ هم اخستل کیږي. او د انتقام په لمبو کی بیا ټول وچ او لانده یو ځای سوځیږي.

زمونږ په تاریخ کی همیشه شاه شجاع ته بد ویل شوي دې. زه وایم سمه ده بد پرې ووایئ خو هغه ظالمانو ته هم بد ووایۍ چی له شاه شجاع یې شاه شجاع جوړ کړ. زمونږ د تاریخ قضاوت یوطرفه دی.

راځۍ چې پدي خپل تاریخ له سره یوه کتنه وکړو، بد که د هر چا او له هرې خوا شوي وې باید ویی غندو.

ایا په ملک کی داسې شرایط منځته راتلای شي چیرې چې اختناق  نه وی او یو څوک مجبور نشي پردو ته پناه ویسي؟

که په یو کور کې هم ورونه پخپلو کې د واک یا ځمکې په سر په جګړو شې نو د ګاونډيانو او د کلي د ملکانو غواګانې لنګې شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک