مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: هغه ځوان چې په فرانسه کې یې یو ښوونکی د اسلام ستر پیغمبر ته تر سپکاوي وروسته وژلی و، د چیچنیا بلل شوی دی. راپورونه وایي چې په مسکو کې زېږېدلي یاد چیچنایي وګړي وروسته تر هغه د ښوونځي له یو ښوونکي سر پرې کړی دی چې په ټولګي کې یې خپلو زده کوونکو ته د حضرت محمد (ص) انځور رسم کړی و.
✒: د حزب اسلامي مشر چې تېره ورځ یې د جمعې د لمانځه پر مهال خبرې کولې وویل، په قطر کې د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو د بحث اساسي مسایل د قدرت انتقال او اوربند دي او باید دواړه لوري ژر تر ژره پر اساسی مسایلو خبرې پیل کړي.
✒: قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي چې له بهر میشتو افغانانو سره یې د مشورو پر دوام له ستار سیرت، انجینیر احمدشاه او زرغون شاه شینواري سره د افغان سولې پر روان بهیر د ویډیو کنفرانس له لارې مشورتي بحث او خبرې کړې دي، طالبان وایي له بهر میشتو افغانانو سره خپلو مشورو ته دوام ورکوي.
✒: امرالله صالح مسؤلیت رسیدهگی به مسایل امنیتی کابل را بهعهده گرفت.
✒: رییس جمهور غنی با اعضای تیمهای لیگ برتر فوتبال کشور و لیگ فوتبال بانوان در ریاست جمهوری دیدار کرد.
✒: در انفجار ماین مقناطیسی بر یک موتر در ولسوالی بگرام ولایت پروان یک سرباز ارتش و سه کودک زخمی شدند.
یک منبع در شفاخانه ولسوالی بگرام می گوید که این رویداد نزدیک ساعت ۹:۳۰ صبح امرور رخ داد و اوضاع صحی دو زخمی وخیم است.
✒: پولیس بغلان از بازداشت معاون استخبارات طالبان در این ولایت خبر می دهد.
احمد جاوید بشارت، سخنگوی پولیس بغلان می گوید که در یک عملیات پولیس، پس از یک درگیری، قاری صلاح الدین معاون استخبارات گروه طالبان با پنج تن از افرادش در ساحه شهر کهنه ولسوالی بغلان مرکزی بازداشت شدند.
✒: در یک انفجار ماین کنار جاده در ولسوالی سالنگ ولایت پروان، آمر جنایی، قوماندان تولی و یک سرباز پولیس این ولسوالی جان باخت و آمر تروریزم ولسوالی سالنگ زخم برداشته است.
وحیده شهکار سخنگوی والی پروان میگوید که این رویداد صبح امروز در روستای للمه سبزک ولسوالی سالنگ رخ داد.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره لیدلي دي. سټیفانو پونتیکورو او عبدالله په دغه لیدنه کې د سولې پر پروسې خبرې کړې او دغه راز یې بې له ځنډه د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کړی دی.
✒: بشري حقونو خپلواک کمیسیون د فقر د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هېواد کې د فقر تر ټولو ستر لامل فساد او له قدرت څخه ناسمه ګټه اخیستنه ده. خبرپاڼه کاږي، د هېواد درېیمه برخه وګړي، له مطلق فقر سره مخ دي او خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی نه لري.
✒: روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۸۲ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۳۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۱۴۱ ته رسېدلی دی.
✒: هلمند کې د روانې جګړې یوه اوونۍ وځي، چارواکي وایي چې په دغه جګړه کې ۳۴۰ کسان وژل شوي،لسګونه ټپیان او تر ۱۰زره ډېر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.د هلمند والي یاسین خان رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د جګړې له پیله تر اوسه ۳۰۰ طالبان،۳۰ امنیتي سرتېري او لس ملکي وګړي وژل شوي دي.
✒: د کابل کندهار پر لویه لار وردګو کې هم د تیرو څو ورځو راهیسې خونړۍ جګړه روانه ده،عیني شاهدان وایي چې هره ورځ دغه لار د جګړې له امله په وقفه یي توګه تړل کیږي هم او ګڼې پوستې افغان ځواکونو طالبانو ته پرې ایښې چې،ډیرې پوستې وروسته چور شوې هم دي.
✒: چاووشاوغلو وزیر امور خارجه ترکیه: ارمنستان به ارتکاب جنایات جنگی و قتلعام غیرنظامیان ادامه میدهد.
✒: وزیر دفاع ملی ترکیه: ارمنستان مرتکب جنایات جنگی میشود.
✒: رجب طیب اردوغان رئيس جمهور ترکیه امروز شنبه٬ از کشتی حفاری فاتح در دریای سیاه بازدید و روند کار و فعالیتهای حفاری این کشتی را از نزدیک پیگیری میکند.
اردوغان به همراه فواد اوکتای معاون رئیس جمهور٬ برات آلبایراک وزیر دارایی و خزانهداری٬ فخرالدین آلتون رئیس ارتباطات نهاد ریاست جمهوری وابراهیم کالین، سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه ساعاتی قبل با هلی کوپتر به شهر زنگولداک رفتند.
وی و هئیت همراهش در زونگولداغ از سوی فاتح دونمز وزیر انرژی و منابع طبیعی کشور و سایر مقامات دولتی مورد استقبال قرار گرفت.
پیش بینی میشود اردوغان پس از بازدید از روند فعالیتهای حفاری کشتی فاتح در دریای سیاه٬ در یک نشست خبری به ارزیابی فعالیتهای مذکور بپردازد.
✒: د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي صادق خان ویلي چې،یوازې تیرو پنځو ورځو کې (۱۹۰۰۰) افغانانو ته د پاکستان ویزې ورکړل شوې دي.
✒: ایراني چارواکي وايي چې د نګورنو قره باغ له لانجمنې سیمې څخه د دوی پر خاورې لس توغندي لګېدلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي، چې د ایران پر خاورې د دغو توغندیو د لګېدو له کبله یو کس وژل شوی هم دی.
✒: د امريکا د ملي امنيت مشاور وايي ټرمپ امر کړی تر څو په افغانستان کې د راتلونکي ميلادي کال په لومړيو کې د امريکايي سرتيرو شمېر تر ۲۵۰۰ پورې راکم کړي.
✒: په افغانستان کې د القاعده شبکې خطرونه لا هم پر خپل ځای دي. امریکا غږ انګلیسي په یوه راپور کې د امنیتي مسایلو له څارونکو او دغه راز د امریکایي حکومت له ځینو چارواکو سره په خبرو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې پر فعالیتونو خبرې کړې دي.
✒: امریکایي سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي کې یوه ایراني بېړۍ له ډوبېدو ژغورلې ده. د امریکایي سمندري ځواکونو د راپورونو له مخې یوه ایراني بېړۍ په عرب سمندرګي کې په ماشین کې د ستونزې له امله ولاړه وه او له سمندري ایتلاف یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
✒: یو پخواني ایراني ډيپلوماټ او د افغان چارو څارونکي محسن روحیصفت ویلي، د دې لپاره چې امریکا په لنډه موده کې د خپلو سرتېرو ایستلو ته لار هواره او په دغه هېواد کې خپلې اوږدمهالې ګټې وساتي له طالبانو سره یې سرسري هوکړه کړې ده.
✒: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي، ډېر شرم دی چې خلک ووایي، بایډن له ټرمپ څخه ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، هیڅ ښه احساس به ونه لرم او ښایي د امریکا پرېښودو ته مجبور شم.
✒: د اذربایجان ولسمشر الهام علياف ارمنستان ته خبرداری ورکړی دی چې د اذربایجاني خاورې پر ګنجه سیمه به د وروستي خونړي برید دروند پور پرې کړي. نوموړي ویلي،که څه هم ځواکونو یې تر دغه برید وروسته د ارمنستاني ځواکونو یوه سوخو-۲۵ ډوله الوتکه رانسکوره کړې ده خو په وینا یې، دا کفایت نه کوي.
✒: جاسیندا اردرن یو ځل بیا د نیوزیلنډ سراسري ټاکنې وګټلې. نوموړې په ستر توپیر خپل سیال ګوند ته ماتې ورکړې ده او کولی شي په پارلمان کې هم یوازې د خپل ګوند په رایو راتلونکی دولت تشکیل کړي. د نوموړې د بریا تر ټولو ستر لامل په دغه هېواد کې د کرونا وبا بې مخینې کنټرول بلل شوی دی.
✒: در حمله های راکتی ارمنستان بر دومین شهر بزرگ آذربایجان کم از کم ۱۲ تن جان باخته اند و بیش از ۴۰ تن دیگر زخم برداشته اند.
مقام های آذربایجانی می گویند که در این حمله ها بر شهر گنجه، بیش از ۲۰ خانه رهایشی ویران شده اند.
✒: آغاز راهپیماییهای گسترده هواداران احزاب مخالف حکومت پاکستان.
ده ها هزار تن از هواداران احزاب مخالف حکومت پاکستان، نخستین راهپیمایی بزرگ شان را در برابر حکومت عمران خان آغاز کردند.
اتحاد جنبش دموکراتیک پاکستان که از ۹ حزب مخالف حکومت تشکیل شده است، این راهپیمایی را از شهر "گُجران واله" در ایالت "پنجاب" آغاز کردند و می خواهند که آن را در شهرهای دیگر پاکستان هم ادامه دهند.
✒: یک مقام سازمان ملل: ایمن الظواهری هنوز با طالبان روابط نزدیک دارد.
✒: تأکید مشاور امنیت ملی ترمپ بر خروج سربازان امریکایی از افغانستان.
