د هيواد او ملت د خودکفايې آرزو
په داسي حال کي سر خوړلى چي دوه خبري له خپلو اسلامي ملي ارزښتونو سره برابري او د پردي فکري نظامي کلتوري فرهنګي پوچ لغړيزم په ضد وکړي نو يوه ډله نا اهله فورا د هيرا منډې اولادي او د پنجاب د غلام ټاپه در باندي لګؤي
بله ډله بيا تش خپلو ګمانونو ته د ستر عالمي الهي بي ساري پراخ اسلامي نظام په نظر باور او فکر دي که چا ددوئ پر ډېرو سترو غير اسلامي غير علمي غير حکمتي پوچو تشبيهاتو او فضول مثالونو، بي اداري توب، نا اهل توب، غير مسلکي توب، غير کاسب توب او زور ګويې، تفرقه اچونکو او د مسلمانانو د ډلو د تکثير او تکفير په کړنو ډېره مو به نيوکه هم وکړه هغه تر کافر هم بدتره دى منافق دى مرګ يي روا دى.
په داسي حال چي د ټول ملت خوله تر غؤږو ورته وشکيدې چي جنابانو خلک به بد وکړي چې د اسلامي اهل نظام مخالفت وکړي، موږ ټول به ستاسو. په ملاتړ سړکونو ته راووزو موږ ټول به په پراخه ملي کچه پاڅون وکړو تر هغو چي ټاميان غربيان سيکولران ټول استعفا ته مجبور کړو
خو تاسي مهرباني وکړئ دغه اسلامي نظام چي تاسو هيواد ته غواړئ، تاسو د هيواد خود کفايې او د ملت د ترقي او له همسايه ګانو سره د سيال ملت ګرزؤلو،
د غوره شفافي اداري مقرراتو، د تشکيلاتو، د مديريتي اصلاحاتو، دهيواد بنسټدود يا اساسي قانون،
مدني قانون، نظامي قانون، فضايې قانون،
د اشتغال قانون، تحصلاتي قانون، تدارکاتي قانون،
ترافيکي قانون، د کادرونو د استخدام قانون د بهرنيو اړيکو پاليسي، اقتصادي قانون او پاليسي،
لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله سياست او پاليسي،
د ښوني او روزني پاليسي، د ښځو د تحصیلاتو او مدني حقوقو قانون، د معلولينو، دملي شتمنيو او د هغو د ساتلو پاليسي او مديريتي قانون،
بهرنى سياست
بين الاسلامي سياست او پاليسي او د پاليسي اهداف
د امير، يا خليفه يا ريس جمهور ټاکلو قوانين او مقياس
د کانديدانو مقياس
د عالي شورا د جوړولو قانون او مقياس
د عالمانو د مقتدري شورا د جوړولو قانون او مقياس
د معدن صنعت قانون او پاليسي
د وارداتو صادراتو قانون او پاليسي
د مالياتو مقررات، اصول قانون او پاليسي
د ګمرکاتو مقررات قانون او پاليسي
د روغتيايې چارو او طب عدلي طب قضايي چارو مقررات او پاليسي
د اپوزیسیون او حاکمو ډلو قوانين پاليسي مقررات او حدود
د ښار جوړؤلي قوانين او مقررات، د بيلګي په توګه دوه چته پوخ کور خو منع دى تاسو څه پاليسي لرئ?
د اوبو د مهارؤلو اداره کؤلو قوانين مقررات او پاليسي
د څنګلونو د ساتني او پرمختګ مقررات او انتظامات
د زراعت او مالداري د پرمختيا قوانين او مقررات
په داخلي او نړۍ واله کچه د اسعارو يا افغانيو د پرمختيا، بانک مرکزي، خصوصي بانکونو سياست پاليسي او مقررات
د صادراتو د ډيرؤلو د وارداتو د کمؤلو مقررات سياست او پاليسي قوانين او خپلو توکو ته بازار موندنه
له هيواده د ملي اسلامي کادرونو د تيښتي درولو او له بهر څخه د خپلو افغان ملي اهلو کادرونو د جذب مقررات او پاليسي
د کونسلګريو او سفارتونو لپاره د اهليت پاليسي او مقررات
په نظامي برخه کي د خود کفايې او نظامي صنعت مقررات او پاليسي
د شرق غرب او اسلامي هيوادونو او همسايه ګانو تر منځ د توازن او خپله خپلواکي پکي حفظ کولو مقررات او پاليسي
د اوږدو لارو جوړؤلو، د افغانستان له بهر سره وصل کولو، د اورګاډي پټليو سياست مقررات او قوانين
د خصوصي شرکتونو لپاره مقررات او پاليسي
د انټرنټ، ټولنيزو شبکو، مخابراتو، سټلايټونو، او فضايې کنترول قوانين مقررات اداره او پاليسي
د جنايې جرايمو د څار، پلټنې او څيړنو پاليسي مقررات او اداري اجرات
د ټکنالوژۍ د پرمختګ کنترول او څار سياست او قوانين
تاسو خو لومړى دغه له خپلو مبارکو اسلامي افکارو په تحريري ډؤل په رسمي بڼه خپاره کړئ چي ملت هم پوهه هم ډاډه شي چې رښتيا هم دا خلک اسلامي نظام هم غواړي او هم يي اهليت لري هم دا ممکن دي بيا وګورئ چي ټول ملت په يو غږ درسره دريږي او که نه?
او که تاسي فقط امنيت، لاس پري کؤل، غؤږ پري کؤل، عشر، چنده، زکات، سنګسار پنج بناﺀ هغه هم د اسلامي سترو ډلو له جملي ديؤي ډلي پوري اتکا کول چي دا پخپله اسلامي ادعا نقض کوي ستر رقابت رامنځته کوي، همداسي په نفلونو او ترانو، ايګويې افتخاراتو به نظام جوړوئ?
دا دليل د منلو نه دى چې صبر حکومت ونيسو بيا دا يو يو په تدريجي ډؤل کؤ، دا ځکه دمنلو نه دى چې پوره 25 کاله خپل حکومت اهل مشروع او اهل د اسلامي نظام داعي د هيواد اصل مالک بولۍ
موږ فقط څو نفره 21 نفره يو دا ټول څه موږ ليکلي هغه هم په 13 کاله شاؤخوا کي، نو تاسو چي د بسته نظام صاحبان ځان بولئ څنګه او ولي دا يو شئ هم تر ننه درک نلري?
اسلامي نظام ديته وايي چي سم دم مسلمان باندي فقط په يوه سالمه مودبه نيوکه د منافق ټاپه ووهه، چي عشر خپلوانو ته ورکؤي سم وډبوه، له خلکو په زرو پيسي واخله، چي دادى 5 کيلومتر دري کيلومتر سړک درته جوړو
په يو خلافت يا امارت خو د ملت نفقه، البسه د ورځني ژؤند د اړتيا هرڅه لازم دي تاسي به دا همداسي له ولسه يه زور اخلئ که ئې در نکړل منافق دى کافر دى?
يو څوک به دځانګړو اسلامي علمي حکمتي بين الاسلامي خاصو مشروع دلايلو له مخي نه تاته چنده نه عشر نه زکات نه مرسته هيڅ نه درکوي، دهغه په باور به دا ستره ګناه وي ظلم به وي، نور هغه منافق کافر واجب المرګ واجب الضرب واجب الحبس شو?
نظام جوړؤل دسي خوسي نه ده، څو جذباتي تراني او د ايګو پړسؤل نه دي اهليت دمتقي او صاليحيت تر څنګ کمال غواړي حکمت غواړي تدبير غواړي صداقت مينه پسته رويه جلب جذب غواړي
