No-IMG
No-IMG

د سولې په اړه د افغانستان، امريکا او روسيه درې اړخيزه غونډه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت  وايي چې د افغان حکومت د هڅو په لړ کې، چې د سولې له بهیر څخه دملاتړ او په تیره بیا د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلیدو په خاطر د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د غښتلې کولو په موخه روانې دي، د افغانستان، روسیې او متحده ایالاتو درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

په دې درې اړخیزه غونډه کې، چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست محمد حنیف اتمر لخوا رابلل شوې وه، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او  د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو  د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد ګډون کړې وو.

 په غونډه کې د درې واړو هېوادونو استازو، پداسې حال کې، چې د افغانانو په مالکیت د سولې له هڅو څخه د ملاتړ او په تیرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د لاسته راوړنو د خوندي کولو  د هڅو د ملاتړ لپاره  خپلې ژمنې تکرار کړې، لاندې ذکر شوی پنځو ټکو باندې موافقې ته ورسیدل.

۱- د روسیې او متحده ایالاتو حکومتونه د طالب بندیانو د خلاصولو لپاره، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلیدو لپاره یو ضروري اقدام بلل کیږي، د افغان حکومت د ژمنې او پرمختګ هرکلې کوي.

درې واړو اړخونو پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د دوحې د هوکړه لیک سره سم د افغان حکومت د بندیانو په خوشې کولو سره دې د افغان حکومت د دغه اقدام مثبت ځواب ورکړي.

۲- د پلان شویو بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مثبت چاپیریال اهمیت ته په کتو، درې واړو اړخونو د باور د رامنځته کولو  لپاره په روان تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي راوستلو غوښتنه وکړه. په تاوتریخوالي کې د کموالي راوستلو د موافقې د پلې کولو د څارنې په موخه د یو میکانیزم د جوړولو او همداراز په ټولیز ډول د سولې د بهیر په اوږدو کې د دوه اړخیزې حساب ورکورنې ډاډمنولو پخاطر د افغان حکومت وړاندیز یو مثبت اغیزناک اقدام دی.

۳- د غونډې ګډونوالو د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل او له دې وړاندې د دواړو خواو  د مرکچي پلاوو ترمنځ د مقدماتي غونډې لپاره، چې د اجنډا او راتلونکو اقدماتو په سر د موافقې لپاره ژر باید جوړه شي، د دواړو خواو  د چمتوالي هرکلې وکړ. د دوحې له موافقې سره سم، د دایمي او جامع اوربند د ترلاسه کولو  لپاره خبرې به د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا په سر کې ځای ولري.

۴- درې واړو اړخونو د بین الافغاني مذاکراتو او په نهایت کې د سولې د بهیر د بریا او اغزمنۍ ادامې د ملاتړ په توګه د سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ پر اهمیت موافقه وکړه او دې مفهوم ته په کتو دوی د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع د لا پیاوړې کولو په موخه د موجوده او یا نویو سیمه ایزو او نړیوالو میکانیزمونو له لارې د لا زیاتو سلامشورو غوښتنه وکړه.

۵- افغانستان، روسیی او امریکا موافقه وکړه، چې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر  د پرمختګونو په اړه د بحث لپاره د همدې غونډې په چوکاټ کې بیا سره ناسته وکړي. د راتلونکې درې اړخیزې غونډې مهال ویش او نور تفصیلات به د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې وټاکلې شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک