د ملي او شخصي شتمنيو لوټماران په اصل کې څوک دي!
فاروق ازاد
راځئ چې درته له سره شم!
هغه چې تاسو له بهرنیانو سره په بن کنفرانس کې پر افغان خاوره،افغانانو او افغان ناموس تیری وکړ،شخصي شتمنۍ "کورونه“ مو ورته بمبارد کړل او همدارنګه مو پر دولتي ودانیو پر بمباردولو هم سرپه ونکړه،هغه خو نه ملي شتمنۍ وې او نه هم شخصي!
نوولس کاله مو د افغانستان طبعي زیرمې ورباندې چور کړې،چې له هغوی ډول ډول اشیاء دي اما په ځانګړې توګه د هلمند یورانیوم او د بدخشان غمي ول چې (یوازې د دغو شیانو په څلورمه برخه له افغانستان څخه پاریس جوړېدلی شو)،د دې تاسو هیڅ پوښتنه ترې ونکړه حتٰی حق مو هم نه درلود ځکه چې د بن کنفرانس کې مو هر څه بهرنیانو ته حواله کړي ول او تاسې یوازې غوښتل د دوی ټټوګان جوړ شئ!
له بهرنیانو را دېخوا تاسې څه څه ونکړل،د مکتبونو،سرکونو،روغتونونو،کلینیکونو،دولتي ودانیو او نورو دغسې لسګونو عامه او دولتي ودانیو او خدمتونو څخه د دوی د بودیجو ۷۰% سلنه بودیجې خپلو شخصي جېبونو ته واچولې،د دې پر ځای چې له مظلوم او کړبدلي ملت مرستندویان شوي وای تاسې برعکس د دوی د مبایل په کارتونو کې هم ۱۰% سلنه مالیه پر دوی وټاکله،ګمرکات مو دومره ورته لوړ کړل چې په تېرو شپږو کالونو کې په کلیو او بانډو کې مو ځوانان ځان وژنو ته اړ کړل چې نران او ښځې دواړه ورکې شامل دي!
په اخره کې به دا ووایم چې عساکرو مو داسې چور ګډ کړی چې له روانو بار وړونکو موټرانو لرګي را کوز وي،چرګې را کوز وي،له موټروانانو په زور او جبر پیسې اخلي،موټروانان ځوروي،وهي یې او تهدید وي یې،بیا چې همدا د اوکومت لخوا کړېدلي او ځورېدلي خلک د دوی بوجۍ ړنګوي دلته بیا ملي شتمني شي او بلخوا چې اوکومتیان څومره هم افغانستان او افغانان چور کولای شي هیڅ خبره نه ده!
(بل زما د سترګو لیدلی حال دی چې زما د ښینې لمسۍ چې د سراچې موټر په ډاله کې ناسته وه غزني ولایت اړوند د چرسیانو په نوم پوستې د اردو عساکرو په دې ککرۍ وویشتله چې د عساکرو بهانه دا چې ولې موټروان ونه درېده،موټروان ویل چې د سرک پر هیڅوک هم نه ول او نه هم ما کوم غږ اوریدلی دی،کله مې چې د ښینې د پوښتنې دپاره ور کوز چې دا ولې پر هغه یې هم فایرونه وکړل،جینۍ تر کابله پورې همداسې بې هوښه پراته وه وروسته یې په روغتون کښې ساه ور کړه او کور ته یې مړه راوړه......!)
خبرې ډېرې دي اما له الله پرته د افغانانو د غږ د اورېدو بل څوک نشته!
نوټ!!! دا لیکنه زما ده چې د دولت ساحه کې ژوند کوم،د هغو به څه حال وي چې لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او اوکومت یې د طالب په نوم پېژني!
افغانان غرق دي،الله دې یې مل شي
د یو سرلوړي اسلامي افغانستان په هیله!
