د کمونستانو د جرائمو پټولو چل
د کمونستانو د جرائمو د پټؤلو او د جهاد په غلا، جهالت، لوټ چور تالان، او د مجاهد نوم په ټوپکي، پاټکي اړؤلو لپاره روس او امريکا دواړو له خپل منځي تفاهم ورسته د پروژي په نوم ځانګړې د ګډوډې عمليات نقشه او دواړو طرفينو خپلو احمقو غلامانو ته د اجرا لپاره وسپارل هغوئ هم ډېر ښه ورته اجرا کړل، نن حتا نور خو څه چې ځيني د دين پتنګان هم خاص مجاهدينو ته ټوپکيان او پاټکيان وايي پرته له دې چي په دې خبرو پسي ژؤر پام وکړې
په تير شل کاله کي غربي تالۍ څټو دومره غلاوي، جرمونه قتلونه خيانتونه ظلمونه ناموس فروشۍ کړې چي اصلا د چا زړه نه مني چې سل ځله سوله وشي او بيا هم ددوئ له مخونو دا تور مردار داغونه ومينځل شي او ولس دې غچ ترې وانخلي
نو ددي حل څه دى؟
ددي حل دادى چې لکه د هلمند عمليات فقط د څلورو ولاياتو بشپړ سقوط د طالبانو پر لاس او همداسي چور، بدنظمي حتا د برق جکشن لوټل، د برېښنا لکړې، وغيره لوټل
خلک له کورونو تېښتي ته مجبورؤل کورونه د غلو لوفرانو چرسيانو پوډريانو ترياکيانويانو بچه بازانو سګ جنګيانو کرک جنګيانو لغړيانو نا لؤستو بي مسؤليتو بي بندوباور جاهلانو په وسيله د طالب يا مجاهد د فتحي مبارکي تر نوم لاندي لوټل، بس همدا بسنه کؤې چي لکه دسپيڅلي مجاهد نوم چي حتا نن خپله همدا طالب ټوپکى او پاټکى بولي او تر دې نومانو لاندي علىه مجاهد جهاد عين عبادت بولي، نو سبا به کټمټ د طالب نوم هم تر دې هم په يوه بدتر نوم الګو شي چې بيا به دا تور داغ په سلهاؤ کلونو هم نه پاکيږي
د يو سياسي ملي خصوصأ اسلامي قيادت لپاره اهليت، تدبر، حکمت، نظم، د حالاتو کره پيشبيني د ولس له فقر مجبوري بدنظمي ژغورل هم همدومره مهم او سخت اړين دي لکه څومره چي امنيت مهم دى.
در تصؤر ئې کړئ کچيري هلمند ولايت ټول سقوط وکړي او همدا جريان وي، ورسره کندهار، هرات، او غزني يا پکتيا دا حالت شي، نو د شل کلنو سترو نړۍ والو غلو او مجرمينو جرائم به بيا څوک په ذره بين ثابت کړي؟
مه وکړې هغه توره چې هم بدنام شي هم بې ضميره
په بريا کي چي ناکام وي، هغه ټول وې بي تدبيره
